ورزش

کرکټ؛ زمبابوې په وروستۍ لوبه کې بریا خپله کړه، خو سيريز پاکستان په خپل نوم کړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو سيريز په وروستۍ لوبه کې زمبابوې له سوپر اور وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه، خو په دوه برياو سره پاکستان سيريز په خپل نوم کړ.

د درې پنځوس اوريزو سياليو سيريز چې د پاکستان په راولپنډي ښار کې ترسره شو په ۲-۱ پاکستان لوبډلې په خپل نوم کړ. په راولپنډي ښار کې له ۱۶ کاله انتظار وروسته يو ورځنۍ لوبې ترسره شوې.

پهدريمه لوبه کې زمبابوې لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۸ منډې جوړې کړې. ددوی لخوا سين ويليمز ۱۱۸ او برنډن ټيلر ۵۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې پاکستان لوبډله له سخت خطر سره مخ شوه خو د بابر اعظم په زړه پورې سليزې وروستي حالت ته ورسول او بالاخره لوبه مساوي شوه.

په سوپر اور کې پاکستان يوازې ۲ منډې جوړې کړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځېدل، چې زمبابوې په ۳ توپونو بشپړې کړې او بريا يې خپله کړه.

د زمبابوې بليسنګ موزرباني په ۵ ويکټو اخيستلو د لوبې غوره لوبغاړی او د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم په ۲۲۱ منډو جوړولو د سيريز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

له دې وړاندې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې پاکستان د ۲۶ منډو په توپير، او په دوهمه لوبه کې هم پاکستان د ۶ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به د درې شل اوريزو سياليو سيريز په کراچي کې له اوم نومبر څخه پېل کيږي.

https://twitter.com/ICC/status/1323680503061467136?s=19

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x