نظــر

د یوې فاجعې بیان؛ د سترګو لیدلی حال او واقعیتونه

لیکوال: امید مهریار

ژباړه: ن. ښ

۱۹ ګلان یې پاڼې پاڼې کړل:
نه پوهېږم څو بجې وې، همکار مې فواد عظیمي د دفتر له دروازې غږ وکړ چې بهر وځئ او تښتئ؛ پوهنتون ته بریدګر راننوتي دي. زه په داسې حال کې چې وارخطا وم، د دفتر تر دروازې لاړم خو ځینې همکاران دفتر کې ول، واپس شوم او په داسې حال کې دفتر نه ووتو چې محصلین نامالوم لوري ته په مڼدو ول.

محصلینو ته مې لومړۍ خبره دا وه چې د لوړو زده‌کړو وزارت د دروازې لوري ته ځئ. دا مو خپل مسولیت باله چې محصلینو ته د لوړو زده‌کړو وزارت د دروازې په لور لارښوونه وکړو او دې کې بریالي هم شوو.

د پوهنتون رییس، معاون، امنیتي همکاران او موږ روستۍ ډله وو چې لوړو زده‌کړو وزارت ته ننوتو او زموږ په فکر یو امن دفتر ته مو پنا یووړه.

د وخت په تېرېدو سره د دوستانو تماسونه ډېرېدل او موږ به ډاډ ورکاوه چې روغ یو. تر څه وخت روسته د وزارت یو معین او اداري رییس هم زموږ خوا ته راغلل. له امکاناتو او وسایلو په استفاده مو له ټولو همکارانو سره تماس وکړ او له وضعیته یې مطمئن شوو. دې وضعیت تر څلور بجو دوام وکړ. کله به یوه اندازه ښه او کله هم بد خبرونه رارسېدل. د فاجعې روستیو ساعتونو کې ډېر بد خبرونه او عکسونه چې د هر چا اوښکې یې بهولې رارسېدل.

څه باندې څلور بجې شوې، بریدګر وژل شوي ول او موږ ته اجازه راکړل شوه چې پوهنتون ته داخل شو. د ملکي کسانو یو لس‌کسیز ټولي کې، چې د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتون مسولین ول، زه او همکار مې فواد عظیمي هم پوهنتون ته ننوتو.

د پېښې ځای ته په نېژدې کېدو سره د وحشت حس کېده، د برید د مهارولو لپاره کورني او بهرني ځواکونه د پوهنتون داخل کې ول. له زرګونو تشویشونو سره د پېښې ځای ته نور هم ورنېژدې شوو.

امنیتي ځواکونو لا چا ته اجازه نه ورکوله چې د حقوقي زده‌کړو ملي مرکز ته داخل شي، ځکه د دوی څېړنې لا بشپړې شوې نه وې. بهرني ځواکونه د تلو په حال کې ول او هر ځای د کمانډو کابو کې و.

دې وخت کې د تحقیقاتو ټیم موږ سره د شهیدو شویو محصلانو دقیق ارقام شریک کړل؛ ۱۹ ګلان رژېدلي ول. دغه وخت موږ یوه هم اوښکې تم نه شوې کړی او ټولو آهـ کړل.

د تحقیقاتو ټیم د پوهنتون له هیئته وغوښتل چې د رژېدلو ګلانو د توکو د تسلیمۍ لپاره دوه کسان ورمعرفي کړي. د پوهنتون رییس د پوهنتون د ریاست د امر نوم واخیست او د دویم کس په توګه یې ما ته اشاره وکړه. د لومړنیو دوو ملکي کسانو په توګه ما او فواد فیضي ته اجازه راکړل شوه چې مرکز ته داخل شو.

روان شوو، لکه پښو مې چې ملګرتیا نه کوله! د مرکز په لور لومړنیو ګامونو کې مې د پوهنتون د املاکو مدیر شیرشاه بې‌روحه جسد ولید چې د مرکز په وره کې پروت و او مرکز ته دننوتو په خاطر باید ورنېژدې شوي وی. ورنېژدې شوو؛ څه معصومانه پر ځمکه پروت و او څه ارام غځېدلی و! اوښکې مې روانې شوې خو دا د کار پیل و. دهلیز ته ننوتو، څه مو چې لیدل وینې وې او د ماتو شویو شیشو ټوټې.

د توکو د تسلیمۍ لپاره باید درسي خونو ته ننوتي وی چېرې چې ځوانان په وینو لړلي ول. ټولګي ته نېژدې شوو، هغه ټولګي ته چې زموږ ۱۴ نازولي په کې ویده وو او زیاتې یې نجونې وې. ټولګي ته ننوتو، د دفتر امر د لومړني شهید په لیدلو سره د اسمان په لور چیغه کړه او ژړا یې د کوټې چوپتیا ماته کړه. لومړی ځل مې و چې داسې صحنه وینم، څو دقیقې ځان رانه ورک و. له لومړي پاڼې پاڼې ګل سره چې مخامخ شوم پېغله وه، فکر کوم د دې خونې لومړنۍ قرباني به همدا وي. ځان مې ټینګ نه شو کړی، د یوې شیبې لپاره بهر ووتم، زما د اوښکو سوز داسې و چې بهر مې یو سرتېری هم راسره په ژړا کړ.

د دفتر امر غږ کړ چې باید مسولیت سر ته ورسوو؛ ما باید د موبایل څراغ لګولی وی چې د توکو تشخیص اسان شي. ولاړ وم؛ سترګې مې هغو موبایلونو کې وې چې د ډېرو زنګونو له امله یې غږونه یو بل کې ګډوډېدل. د ټولو اړوند مې دا فکر کاوه چې نو څوک به د ځواب ورکولو دا لوی مسولیت اخلي.

یو، دو، درې… ځوانان مو وګڼل او د هویت د تشخیص هڅه مو وکړه.

ټول جمع شوي موبایلونه ما سره ول، ټولګي کې د یو بل موبایل غږ راتهٔ چې لا مو نه و رااخیستی، سترګې مې پر موبایل ولګېدې او راپورته مې کړ، زنګ راروان و او هغه هم د (… بروbro یانې د ورو) په نوم ثبت شوی و. بیا مې غږ لوړ شو او اوښکې مې زیاتې شوې.

د دې کوټې، چې (۱۴) ځوانان په کې ویده ول، کار مو ختم کړ اوس یې باید تر څنګ کوټې ته ورغلي وی؛ د پوهنتون رییس او د لوړو زده‌کړو وزارت معین ته هم د ننوتو اجازه ورکړل شوې وه او دهلیز ته رارسېدلي ول. ټوله ورځ چا سره خبرې نه کېدې ځکه د ټولو مرۍ ګنډه وې او د چا سترګو ته بنده نه شول کتلی، ځکه اوبه ترې روانې وې.

زما لاس کې موبایلونو ته پرلپسې زنګونه راتلل، په نیولي غږ مې د پوهنتون رییس ته مخ ورواړاوه او ورته ومې ویل: رییس دغه کورنۍ هره شیبه مري، څه وکړو؟ د پوهنتون رییس کې د ځواب توان نه و، یوازې اشاره یې وکړه، د وزارت مرستیال وویل چې باید ځواب ورکړې.
یو مسولیت مو سر ته نه و رسولی چې یو بل دروند بار پرې وراضافه شو؛ باید د شهیدانو کورنیو او خپلوانو ته مې ویلي وی چې ستاسې د سترګو تور نور دې نړۍ کې نشته. آهـ څومره دردناک!

تر لږ ځنډ روسته مې پرېکړه وکړه چې یو زنګ ته ځواب ورکړم؛ په داسې حال کې چې د پاڼې پاڼې ګلانو تر منځ وو او باید اوښکې مو بهولې، ومې نه لید چې څوک و خو ځواب مې ورکړ. په لومړیو کې مې د یو سړي غږ واورېد چې راته ویې ویل دغه موبایل تا سره ولې دی؟ ځان رانه پردی شو، ومې ویل دغه موبایلونه موږ ته تسلیم شوي او موږ نه پوهېږو چې د چا دي. ویل څښتن یې څه شو؟ ومې نه شول کولی ځواب ورکړم، ورته ومې ویل نه پوهېږم خو تاسې منتظر اوسئ. د دې اړیکې په پرې کولو سره مې فکر وکړ چې زنګنونه مې راټولېږي او باید چېرې تکیه ووهم. زنګونه راروان ول، یوه موبایل ته مې پام شو چې (۱۴۲) زنګونه ورته راغلي ول، بلاخره یې مسېج کړی و او لیکلي یې ول: د پلار ژونده چېرې یې؟ د هغو شیبو لیدل څه سخت وو/ دي.

بلې درسي خونې ته ننوتو، پر یوې پېغلې مې سترګې ولګېدې چې د تېښتې حالت کې رژېدلې وه، دې کوټه کې مو دوه شهیدان لرل چې د دوی سامان مو باید تسلیم کړی وی.

پرېکړه وشوه چې دغه وسایل به د پوهنتون دننه یو امن ځای ته وړو. د د فتر د امر په مرسته مې بیکونه او ټول وسایل یووړل خو موبایلونه لا هم ما سره پلاستیکي غوټه کې ول. د موبایلونو لړزه نه کرارېده او موږ هم بهر روان شوو.

له تعمیره بهر سره راټول شوو، زنګونه همداسې راتلل؛ د وزارت مرستیال راته وویل چې باید ځواب ورکړې. کورنۍ حق لري پوهـ شي، خو ورته وایه چې له عدلي طب نه دې یې تسلیم کړي.
د ډېرو له منځه مې یو بل تماس ته ځواب ورکړ؛ د پېغلې غږ و، ویې ویل دا موبایل د بل چا دی. ورته ومې ویل چې ته څه پېژندګلوي/ اړیکه ورسره لرې؟ ویل دوسته یې یم. یوازې یوه جمله مې وویله: زموږ خور شهیده شوې او موږ ټولو ته دې تسلیت وي.

د موبایل تر شا د پېغلې فریاد دومره سوزوونکی و چې زما غږ یې اوچت کړ او ومې ویل چې وای زما خدایه! د وسایلو د وړو وخت کې مې یوه بله اړیکه ځواب کړه، د مشر سړي غږ و او ویل یې د موبایل څښتن چېرې دی؟ ورته ومې ویل چې کاکاجانه ستا څه کېږي؟ ویل ماما یې یم، په لړزېدلي غږ مې ورته وویل چې د دې موبایل څښتن شهید شوی دی. په ژړا یې وویل چې له تاسې مننه…

د فاجعې تر منځ دغو دوو ساعتونو کې مې څو زنګونو ته د ځواب زړه نه شو کولی؛ Mother او Father، مور او پلار ته له ځواب ویلو مې رېښتینې وېره کېده؛ هر زنګ ته د ځواب ورکولو پیل کې به مې پوښتنه کوله چې څه یې کېږي تر هغې روسته به مې موضوع ورسره شریکوله. دا زما د سترګو لیدلي حال یوازې یوه برخه وه چې ومې لیکله. د رژېدلو ګلانو د حال لیکلو توان نه لرم، هغه سترګې چې پټې شوې وې، هغه تنې چې سړې شوې وې، د هرې کوټې له داخل چې د راتلونکې جوړوونکي په کې ویده ول او هغه هم په څه ډول.
کور ته پر لاره پر ځان پوه نه شوم خو اوښکې مې بې‌واره روانې وې، موټر کې ځوان وپوښتلم چې وروره خیر خو دی؟ په نیولي غږ مې ورته وویل چې نن یې بیا زموږ ځوانان په وینو ورنګول.

فکر کې مې اوس هم د هغو شیبو ټکانونه دي، تر اوسه اوښکې اجازه نه راکوي چې دوستانو سره خبرې وکړم. نه پوهېږم څنګه او په کومو ادبیاتو مې لیکل وکړل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

الله ج
دی دوئ ته جنت الفردوس او خپلوانو ته صبر او جر وکړی. او دی کابل ده اداری له قاتلانو سره حساب وکړی امېن ېا رب العالمېن😭😭😭

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x