نړۍ

لاهور: تښتول شوی امریکایی وموندل شو

kidnapped_american_recovered(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۵)لاهور: پاکستاني پولیس وایی هغه امریکایی چي څه موده مخکي دنامالومو وسلوالو له لوري دلاهوښار ماډل ټاون څخه تښتول شوی روغ رمټ موندلی، دلاهوردپولیسو مشر ملک احمد رضا خبري رسنیو ته ویلی دي داستخباراتي مالوماتوپربناءیی نن سهاروختي دخوشاپ په ښارګوټي دیوي چاپی پروخت ۷۰ کاله عمر لرونکي امریکایی وګړي وینسټین موندلی اوروغ رمټ دتښتوونکو له منګولو څخه خلاص کړی دی.

ښاغلي ملک رضا خبري رسنیو ته ویلي دي دنوموړي په موندلو اوخوشي کولو کي دنوموړي دساتونکو اوهمدارنګه دنوموړي دتښتوني پروخت چي دټلیفون په واسطه دتښتونکو ترمنځ کومي خبری شوی وي ډیره مرسته کړی ده.

وینسټین په پاکستان کي دامریکی دمتحده ایالاتو د(JE Austin association) په نامه سره دټولني مشر وو ډغه ټولنه په پاکستان کي پاکستاني حکومتي چارواکو اوشخصي سوداګرو ته په مختلفو اموروکي مشوري ورکوي.

کوم ښارکي چي نوموړي موندل شوی دي دخوشاب ښارګوټی دي، دغه ښاګوټي هم په پنجاب ایالت پوری تړلی ښاګوټي دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x