افغانستان

طالبان: یونیسیف او WHO د واکسینو په اړه له موږ سره خبرو ته تیار نه دي

نن ټکی آسیا: طالبان وايي چې د واکسین اړوند کارکوونکو ځينو نامطلوبو حرکتونو له امله يې په هلمند کې د واکسینو موقت مخنیوی کړی.

د دوی په وینا یونیسیف او نړیوال روغتیايي سازمان سره یې څو وار اړیکې ونیولې چې په دې اړه له دوی سره مستقیما وغږیږي څو د واکسینو پروګرام هم غږې کړي.

د دوی په وینا « یو ځل له موږ سره [ ډبلیو ایچ او] وعده کړي وه  چي په دوبۍ کې ملاقات کوو او زمونږ هیئت په مقرره وخت خپل ځان ياد ځای ته ورساوه، خو د[ ډبلیو ایچ او ] هیئت حاضرنه شو چې له موږ سره لیده کاته وکړي، د لیل یي دا وړاندې کړی وو چي په افغانستان کښي د ملګرو ملتو خاص استازي مونږ ته د ملاقات اجازه رانه کړه.»

طالبان زیاتوي چې دوی د خپلې حکومت پر مهال هم په افغانستان کې د واکسین پروژه ټول هېوا ته غځولې وه چې د «ښه پالیسیو او ښه تطبیق» له امله د پولیو یا ګوزڼ پېښې په هېواد کې د نشت برابر شوې وې.

طالبان ملګري ملتونه په دې تورنوي چې په افغانستان کې د غاصبو قواوو رول ادا کوي.  د دوی په وینا م.م غواړي د ماشومانو واکسین د یوې سیاسي حربې په توګه استعمال کړي.

د طالبانو په وینا د واکسین کارکوونکو د واکسین کولو سره سره بهرنيوځواکونوته  د جاسوسۍ کار هم کاوه او په دې اړه دوی ځېنې کسان نیولي چې په خپل وخت يې اعتراف هم کړی.

د طالبانو د صحي چارو کمېسیون لخوا نن ټکی آسیا ته وضاحتي اعلامیه دلته کتلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x