
زابل کې د ماین چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چادونې درې تنه ولسي وګړي وژلي.
د زابل د والي ویاند «ګل اسلام سیال» وایي، پېښه تېره ورځ «سه شنبه» له ماسپښين وروسته د شینکۍ ولسوالۍ اړوند «غونډۍ» نومي سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې يې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سیال په خبره، په چاودنه کې دوه تنه «ځوانان» وژل شوي او یو بل ټپي دی، چې تر روغتون پورې رسول شوی.