نړۍ

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ ټرمپ پر بايډن د درغلۍ تور لګولی او دواړو د بريا ادعا کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو ډونلډ ټرمپ او جوبايډن ادعا کړې، چې ټاکنې يې ګټلي او ټرمپ پر خپل سيال د درغلۍ کولو تور لګولی دی.

جوبايډن خپلو پلويانو ته په وينا کې هغوی ته زيری ورکړ، چې دوی ګټونکي دي، تر هغه وروسته ډونلډ ټرمپ هم په خپل ټويټ کې وويل، چې دوی د بریا پر لور ګامونه اخلي او په عين حال کې يې تور پورې کړی، چې د هغه سيال په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه کوي، خو دوی به هيڅکله اجازه ورنه کړي.

ټرمپ زياته کړې، چې د رايې اچونې له پای ته رسېدو وروسته رايې نه اچول کيږي.

ټويټر شرکت د ټرمپ له لوري د ټاکنيزې درغلۍ تور رد کړی او د هغه ټويټ يې حذف کړی دی.

ټويټر شرکت ويلي، د ټرمپ دا ډول څرګندونې لانجمنې دي، د ټاکنو او عامو خلکو د کار په اړه بې لاري رامنځته کوي.

تر دې وړاندې جوبايډن له خپلو پلويانو غوښتي و، چې له زغمه کار واخلي او په ډېر ډاډ يې د بريا ادعا کړې ده.

بايډن په خپل پلرني ايالت ډيلا وير کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې ټاکنې دوی ګټلي، ډيموکراټان د بريا پر لور روان دي، خو وروستۍ پرېکړه به هغه مهال کيږي، چې هره رايه وشمېرل شي.

بل پلو ټرمپ هم د بريا ادعا کوي او وايي، که ټاکنې يې ونه ګټلې، نو د درغلۍ څېړلو لپاره به سترې محکمې ته  ولاړ شي.

دواړو نوماندانو په داسې حال کې د بريا ادعا کړې، چې لا هم ميليونونه رايې نه دي شمېرل شوي او وروستۍ پرېکړه به د ټولو رايو له شمېرلو وروسته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx