نظــر

د چاپې شپه«خاطره»

محمد زاهد زبیر

د عرفات ورځ وه اکثرو ملګرو نفلي روژه نېولې وه، ټول خوښ وو ځکه صبا د لوی اختر مبارکه ورځ وه په مينه او خوشحالۍ سره مو اجتماعي روژه ماتی وکړ داچې داختر شپه وه نو کلیوال هم زیات له مسافریو څخه کورونو ته راغلي وو او جومات کې رش زیات وو بیا مو کلیوالو سره يو ځای په جماعت سره د ماښام لمونځ ادا کړ.

ورسره سم مو دشپې تېرولو په موخه د دوه او یا درې ملګرو نه متشکل ګروپونه په خوښۍ سره رخصت کړل او تقسیم شولو.

زه او یو بل ملګری د ځنګل په طرف چې کلي سره نږدې وو روان شو.

ملګري مې وویل: نن دریمه ده چې بنګنې زیاتې ګرزي خداینخواسته څه مشکل جوړ نکړي.
په خندا مې وویل: داختر شپه وګوره او ستا دا خبرې آخر دا کافران خو هم دومره پوهیږي چې د اختر شپه ده.

غلی شو څه یې ونه ویل، د شپې تېرولو لپاره مو د یو ملګري کره د تلو هوکړه وکړه، مخابره کې مو خصوصي نمبر جوړ کړ او دواړه په ډېر محتاط انداز سره په بیلابیلو لارو د ملګري د کور په طرف ولاړو.

د ملګري کورته په رسېدو سره مې په شفري ډول دروازه وټکوله، ژر خلاصه شوه فکر کوم کوربه تیار د دروازې سره زما په تمه وو.

مهمان خانې ته ننوتم ګورم چې ملګری مې هم له ما مخکې رسېدلی ده.

له ډوډۍ خوړلو او لمانځه وروسته مو له کوربه سره دچایو پر خوړلو تر ناوخته د اختر د خوښیو او نورو ورته موضوعاتو په سر بنډار ډېر په خوند روان وو.

نږدې دولس بجې به وي چې یو ناڅاپه د یرغلګرو لخوا د چاپو اچولو لپاره اختصاصي طیاره چې مجاهدین یې چار ماشينه بولي راورسېده، زمونږ له پاسه یې دعادت پرخلاف یې سم د واره بمبار شروع کړ.

ژر ژر مو ځانونه سمبال کړل له نېکه مرغه په دې شپه راسره لیزري دوربین هم وو خپل ټوپک ته مې په ډېر تلوار سره بسته کړ.

یو ډول حیرانونکی حالت وو د اختر شپه وه هېڅ مو د دا ډول حالت توقع نلرله.

په لومړي سر کې لږ وار خطا غوندې شوم، خو د کوربه وارخطا حالت ته په کتو ژر بېرته سمبال شوم، ملګري ته چي آمر مې هم وو وویل وخت کم ده ژر باید فیصله وکړو چې څه کوو؟

آیا همدلته ورسره جنګیږو، کور نه بیرون وزو او که ځانونه تسلیموو.؟

هغه وویل دلته جنګېدل مناسب نه دي ځکه د کوربه ټول کور به له یو لوی بمب سره له مینځه ولاړ شي. په تسلیمي خو هيڅ غور نشي کېدلای.
څو قسمه جهازونه ګرزېدل. ډرون، هیلیکوپټرې، جیټ او چارماشينه فضا ټوله د طیارو او بمبارۍ ځورونکو اوازونو نېولې وه.

کوربه سره تر مشورې وروسته مو پرېکړه وکړه چې له کوره بیرون د ځنګله خواته به ځان رسوو او هلته به تر وروستۍ سلګۍ مقاومت کوو که چيري په لاره کې کوم ملګری تر بمبار لاندې راغی، زخمي شو او که شهيد دوهم ملګری به یې دحالاتو تر سمېدو مرستې ته نه ورځي، خپل ځان به ځنګله ته رسوي. دا ځکه چې د بل ملګري مرسته داسې حالت کې هیڅ امکان نلري یوازې د ځان ضايع کولو په معنا ده.

په همدې وخت کې د ډبډبنو لویو هیلیکوپټرو دروند اواز راغی درې دانې یې دکلي شاوخوا په محاصره شکل کېنولې امریکایي یرغلګر یې کوز کړل او بېرته پورته شوې.

له یوبل څخه د بښنې غوښتلو او خدای پامانۍ وروسته مو له کوربه څخه اجازت واخیست او له کوره ووتو.

خپل مسير مو د یرغلګرو د کوزېدو له ځایونو څخه مقابل طرفته بدل کړ زه مخکې او ملګری مې شاوخوا لس متره وروسته راپسې شو.
په ناسته، ولاړه او خپ خپ تګ سره په داسې حالت کې روان ووم چې هر قدم مې د ژوند وروستی قدم بللو، بار بار مې کلیمه طیبة مبارکه تکراروله او ځیني نور اذکار او د قرآنکریم ځیني سورتونه چې ذهن ته مې راتلل خپل ځان ته مې یې په لوستلو اطمنان ورکاوه.

د ازغنو لویو بوټو تر مینځ نسبتا لویې ویالې ته ننوتو، د رود پر غاړه د چينارنو لویو ونو نه ډک ځنګل ته لا هم ډېره لاره پاتې وه.

مشوره مو وکړه او همدا ځای مو د جګړې لپاره مناسب وبللو.

په داسې حال کې چې یرغلګرو او غلامانو سره په مخامخ جګړه، چاپو او نور ورته پېښو کې مې ډیر وخت مرګ په خپلو سترګو لیدلی وو خو دا ځل په ژوند کې لومړی ځل وو چې واړه بچیان مې یو یو سترګو ته ودرېدل دعا مې ورته وکړه له الله تعالی مې بښنه وغوښته ټول اقارب او هغه ملګري چې په زړه مې راوورېدل د زړه له تله مې ورته په عاجزانه شکل یوه طولاني دعا وکړه.

زړه مې غوښتل چې دوه رکعاته لمونځ هم وکړم خو حالت ډېر سخت وو جرأت مې ونکړ یوازې د دښمن د راتګ لپاره مو شېبې شمارلې انتظار مو وار په وار اوږدېده یوازې مو سترګې د دښمن د ليدو لپاره غړولې.

بار بار مې ساعت ته کتل تر څو شپه ژر لنډه شي خو شپه وار په وار اوږدېده او غمېده، هره شېبه د دښمن د راتګ احتمال وو.

نږدې دوه نیمې بجې به وي د وړو انفجاراتو په اوريدو سره چې اشغالګر ورباندې عموما د کورونو دروازې ماتوي او د هیلیکوپټرو د ګرځېدو مسير ته په کتو وپوهېدو چې زمونږ په مرکز چاپه ده اطمنان مو وشو چې زمونږ ځای هدف نده.

ترسهاره مو همدلته انتظار ویوست دسهار د اذانو پر وخت مو احساس کړه چې لویې چینوک هیلیکوپټرې د راتګ په حال کې دي وپوهيدو چې اشغالګر نور د وتو هڅه کوي د هیلیکوپټرو او نورو جهازونو دورې هم کرار کرار لویې شوې او بیا هماغسې ورپسې لاړي.

مونږ هم د لمانځه تر ادا کولو وروسته دچاپې ځای ته چې زمونږ مرکز وو د تللو تابیا ونېوله باوري وو چې ملګري مو محفوظ دي ځکه هلته نږدې ساحه کې له مونږ دواړو بغیر بل ملګري شتون نه درلود، خو د کليوالو تشویش راسره زیات وو.

دچاپې ځای ته پر لاره ځورونکې چوپتیا او د لویو لویو چنارونو ماتو ونو او ښاخونو د درنې بمبارۍ او لوی وحشت کیسه کوله.

کلی ته په رسېدو مو ولیدل چې کلیوال خلک له یو ډول مایوسونکې خاموشۍ سره ګرځي وپوهېدو چې شهیدان شوي دي.

خو زمونږ په ژوندي لیدو ټولو د خوښۍ اظهار وکړ او د الله ﷻ حمد یې ووایه او ورسره سم یې په کیسه پیل وکړ.

ملا سحر ګل او شیر ګل کاکا اوبه لګولې دواړه یې شهیدان کړي دي د شیر ګل کاکا په زامنو یې هم ډېر بمبار کړی خو هغوی د نوي جوړ شوي کور په زیر زمینیو کې پټ شول، ژوندي پاته شول خو وروسته پیاده راغلیو یرغلګرو ډېر کلک ووهل او له ځان سره یې ژوندي بوتلل جومات یې هم په بمونو والوزاوه او ځیني نور کورونه یې هم تلاشي کړل کوم کلیوال چي یې له کورونو راویستي وو تر سهاره یې په یخه هوا کې کینولي وو او د وژلو ګواښونه یې ورته کول خو نږدې سهار یې ټول پرځای پرېښودل او ورته ویل یې: که مو له دې ځایه حرکت وکړ له پاسه مو طیاري ولي، دوی ولاړل یوازې د شیرګل کاکا زامن یې له ځان سره بوتلل.

مونږ هم سمدستي د شهیدانو د کتلو لپاره دهغوۍ دکورونو خواته ولاړو دواړه سپین ګیري وو دعا مو ورته وکړه.

نور شاوخوا مجاهدین هم راورسیدل کلیوالو د هغو لویو غورځول شویو بمونو ځای ته بوتلو قوي بمبار شوی وو، لویې کندې یې جوړې کړې وي، پوره کرونده یې له مېنځه وړې وه، غریبو کلیوالو د خپل نقصاناتو او د دښمن لخوا د تر سره شوي وحشت کیسې کولې بیا د هغه نوي جوړ شوی کور په طرف ولاړو ومو لیدل چې له زورور بمبار څخه یې دیوالونه نړيدلي وو او زیرزمیني یې هم نقصاني شوې وه خو د شیرګل کاکا زامن خدای ساتلي وو.

د لوی اختر لمانځه ته هم وخت کم پاته وو کالي مو په خټو او خاورو پوښلي وو.

که څه هم داختر مينه او خوښي نه وه خو ولې بیا هم مجبور وو چې داختر او جنازې د لمانځه تیاری ونیسو.

دلوی اختر لمونځ مو په نیم ویده حالت کې ادا کړ، یوازې محدودو کسانو سره مو رواجي اختر مبارکي وکړه او د اختر لومړۍ ورځ مو ټوله په خوب تېره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx