افغانستان

پر کابل پوهنتون برید؛ ولسي جرګه «امرالله صالح» او امنیتي چارواکي استجوابوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسي جرګې د امنیتي چارواکو او د اشرف غني د لومړي مرستیال د وربللو پرېکړه کړې.

د ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي ناسته کې وکیلانو د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ به د کورنیو چارو سرپرست وزیر «مسعود اندرابي»، د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد»، د ملي امنیت رییس «احمد ضیاء سراج»، د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» او د اشرف غني لومړی مرستیال «امرالله صالح» د ولسي جرګې تالار ته وربولي او په هیواد کې د روان امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د وروستي خونړي برید په اړه به ترې پوښتنې کوي.

د ولسي جرګې له لوري پورته پرېکړه وروسته له هغه ده، چې وړمه ورځ پر کابل پوهنتون څو تنو وسله والو بریدګرو خونړۍ حمله وکړه او تر شپېتو زیات محصلان یې مړه او ټپيان کړل.

د برید پړه داعش ډلې «چې حکومت یې په تمویل او تجهیز تورن دی» په غاړه واخیسته او د یوه انځور په خپرولو سره یې یاده کړه، چې ددوی دوو جنګیالیو «انس الپنجشیري» او «طارق الخراساني» یاد برید ترسره کړی.

ورته مهال د حکومت لومړي مرستیال «امرالله صالح» بیا د برید پړه د داعش ډلې له اوږو واړوله او طالبان یې تورن کړل چې یاد برید یې ترسره کړی.

بل لورته طالبانو بیا شوی برید په سختو ټکو وغانده او د پېښې له قربانیانو سره یې د غمشریکۍ تر څنګ حکومت تورن کړ، چې د داعش ډلې جنګیالي يې له دوی وژغورل او د کابل په میلمستونونو کې يې تر ساتلو وروسته د کابل پوهنتون د برید په څېر «وحشیانه بریدونه» پرې ترسره کړل.

طالبان وایي، حکومت دا ډول بریدونه د سولې پروسې د سبوتاژ او د طالبانو په اړه د عامه ذهنیت د خرابولو په موخه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx