نظــر

دوه چې؛کابل ترې خوابدی ده!

استاد محمد زمان مزمل

اول:فتحې کاذب
دویم: فتح الفتوح
ډاګټر اشرف غني د خپلې کابینې د معرفي کولو لپاره پارلمان ته ولاړ او هلته د ځینو وکیلانو له غبرګون سره مخامخ شو ،وکیلان چې دا څو میاشتې مې د هغوی په هکله په زړه کې ګرځېدل چې دا وروستی پارلمان به موږ ته کومه شوبله، باغ او چمن کړي.

رښتیایې ووایم له جنجال مې کرکه راځي او بیا د خپل د مشرانو په اړه ،ولې مشران چې د خپل ملک په سونامي او توپاني پړاو کې نه په استعفاو ودرېدل او نه د خلکو عکس العمل یوې سولې ته اړ کړل هغوی باید هم له خپل ولس دغسې یو څه وویني چې باید فکر وکړي چې ولس له روانو اجراآتو ناراض دی ،افرین پدې وکیلانو شه چې دومره تریخ عکس العمل ته یې زړه ښه کړ.

ډاکټر غني چې د غونډې تریخ جریان پوره زورولی وه هغه د طالب روانو جګړو او هاغې فتحې ته چې طالب یې ددغو جګړو په پای کې طمعه لري کاذبه فتحه وویل.

د اشرف غني خبرو زه د طالب د ځینو مشرانو او د طالب د خواخوږو هغه عنوان ته بوتلم چې دوی له امریکا سره د طالب تړون او یا کابل ته د طالب راتګ ته فتح الفتوح وویل.

رښتیا هم چې د امریکا سره د طالب تړون بېله شکه یوه لویه فتحه وه، ولې دا چې د امریکا د وتلو د لوظ باوجود په افغانستان کې د سړیو وژل او وینې تویول لکه د شمالي د باراني ورېځو د ښکاریانو د خونړي ماښام په شان په افغاني ولایاتو کې په بې رحمۍ روان دی نو خپله دغسې یو عمل ښکاره کوي چې د امریکا سره تړون موږ خپله د فتح الفتوح له جامو وایست ځکه فتح الفتوح خو هماغې فتحې ته وایې چې د سولې وروستې پېڅول په ملت وغوړوي.

د امریکا د وتلو د لوظ وروسته جګړو دومره زور ونیوه چې دا پخپله ښئي چې مبادا طالبان د مجاهدینو په لار برابر شوي وي.

زه دا نه وایم چې د قطر د اول ملاقات په شین سهار کې اوربند شوای وائ لکه ددې ځایه چې د هیئت د ځینو غړو په سر کې یې دغه ایډیا او سوچ لکه د جراحي عمل په زور شین کړی وو،  ولې د اوربند د نه کولو معنا خو دا نده چې جنګ دې د امریکایانو د اشغال او جګړو د عروج په پرتله تر هغه هم تود شي لکه نن چې په ځینو ولایاتو کې لیدل کیږي.

زموږ خلک له فتحې کاذب ډېرې بدې خاطرې لري د شوروي د وتلو نه وروسته موږ د همدغسې یوې فتحې شاهد وو چې نن یې ډېری مشران پکې د اتم ثور له لمانځلو ډډه کوي.

زموږ ملت له فتح الفتوح هم ډېر خوابدی ده هاغه وخت چې د شوروي لوی جنرال د حیراتان له پله وروستي ګامونه پداسې حال کې اخیستل چې تر شا یې افغانستان ته کتل او د همدې جنرال په روایت چې بیا یې وروسته وویل چې ما د شوروي په مشرانو لعنت ویل چې هغوی موږ ددغسې یو ننګین ماموریت لپاره لېږلي و.

د شورویانو د وتلو په افتخار افرین پړاو کې د هغه مهال مشران هم په مدینة الحجاج کې په همدغسې یوه جنجالي ډیالوګ کې ننوتلي وه چې که د مٌلا نسیم دړکه او مولوي جلال الدین حقاني صاحب تدبیر نه وائ خدای خبر چې په مدینة الحجاج کې به د هغه مهال مشرانو له ننني شیراټون هم زیات پلېټونه او سوپ کاسې تشې کړې وې.

بیاهم د هماغه مهال فتح الفتوح د داسې یو حکومت پای شو چې ښایې د خپل وخت نجیب یې پر هغه ویره او ترهه وروسته خجالت کړی وي چې دغه ده د پینډۍ حکومت به اوس کندهار نسکور کړي او جلال اباد نسکور کړي.

جلال اباد چې نجیب پکې په یو خطرناک ملاقات کې د بې اتفاقه فاتحینو سجل دنیا ته په نمایش کې کېښود.

ننني قطر ته خلک او زموږ ولس په همدغسې یو تردد ګوري.

دا فاصله چې د کابلي فتح کاذب او د طالبي فتح الفتوح په منځ کې ده دا د جګړې په قدمو نه وهل کېږي دا په هوښیارۍ او تدبیر وهل کېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x