نړۍ

پنجاب: مذهب ته د سپکاوي په تور د بانک ساتونکي منيجر وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان پنجاب ايالت په خوشاب سيمه کې د بانک ساتونکي د بانک منيجر له دې امله وژلی، چې په وينا يې نوموړي مذهب ته سپکاوی کړی و.

د رپوټونو له مخې د ساتونکي پر ډزو ټپي شوی د نېشنل بانک منيجر ملک عمران حنيف د درملنې لپاره لاهور ته لېږدول شوی و، خو د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

د خوشاب ولسوالۍ د پوليسو مشر افسر «ډي پي او» طارق ولايت ويلي، د پېښې په اړه به څه ويل، مخکې له وخته وي او د پېښې د بشپړې څېړنې لپاره يې پلټنې پيل کړي دي.

پوليس وايي، تر دې مخکې هم د ملک عمران حنيف او ياد ساتونکي ترمنځ لفظي شخړه شوې وه او په وينا يې داسې ښکاري، چې نوموړي د بانک منيجر «د شخصي دښمنۍ» له امله وژلی دی.

خو له پېښې وروسته د سيمې خلکو او ځينو ديني علماوو د ساتونکي پر کړنه خوښي ښکاره کړې ده.

https://twitter.com/SAMRIReports/status/1323923975995609089

پر ټولنیزو شبکو په خپره شوې ويډيو کې ښکاري، چې خلک خوښي کوي او د پوليسو حوزې مخته د ساتونکي په ملاتړ شعارونه ورکوي.

پوليسو تر اوسه د ساتونکي له خولې ډېر څه نه دي ويلي، چې ولې يې د بانک منيجر وژلی او يوازې دومره معلومات يې ورکړي، چې نوموړي دا کار مذهب ته د سپکاوي په تور کړی دی، خو پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې ويډيو کې د بانک ساتونکي احمد نواز ويلي، چې نوموړي منيجر د الله تعالی نبي نه مانه او له همدې امله يې وژلی دی.

د وژل شوي ملک عمران ماما ويلي، چې خوریی يې قايداني نه و، بلکې مسلمان و او د ساتونکي له لوري د هغه وژنه يې شخصي دښمني بللې ده.

د مذهبي ازادۍ اړوند د امريکا کمېسيون ويلي، چې اوسمهال پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور لږ تر لږه اتيا کسان بنديان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx