افغانستان

پر کابل پوهنتون د برید په قضیه کې نیول شوي کسان د امرالله صالح په امر له بنده خلاص شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل امنیه قوماندانۍ د یارلس تنه امنیتي چارواکي او پولیس پر کابل پوهنتون د برید په مهال د وظیفوي غفلت له امله نظامي څارنوالۍ ته معرفي کړل؛ د اشرف غني لومړی مرستیال وايي، د هغوی د خوشي کېدو امر یې ورکړی او په «درناوي» یې له بنده خلاص کړي.

په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون د ساتونکو مشر، د دریمې امنیتي حوزې امر او جنايي مدیر او یو شمېر نور پولیس شامل وو.

امرالله صالح په همدې تړاو پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې تر دې دمه پر کابل پوهنتون د برید قضیه روښانه نه ده او تحقیقات یې روان دي؛ نو ځکه د وظیفوي غفلت تور په چا پورې کېدای نشي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د هغو دیارلسو تنو «ګمنامو پولیسو او چارواکو» د خلاصون امر یې ورکړی چې پر کابل پوهنتون د برید په قضیه کې د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي وو.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې داعش ته منسوب څو تنه وسله وال بریدګر په پلازمېنه کابل کې عمومي پوهنتون ته ننوتل او ساعتونه یې هلته جګړه روانه وساتله، چې په پایله کې يې نږدې شپېته تنه زده کوونکي مړه او ټپيان شول.

برید داسې مهال وشو، چې د کابل د امنیت چارې امرالله صالح په غاړه اخیستې او د کورنیو چارو وزیر ټول واکونه بیا په ولسمشرۍ ماڼۍ پورې تړل شوي.

طالبانو حکومت تورن کړ، چې د داعش ډلې جنګیالي یې ددوی له پنجو خلاص او د کابل په میلمستنونو کې یې د «وحشي بریدونو» د ترسره کولو په موخه وساتل.

ورته مهال ولسي جرګې هم پر امنیتي چارواکي بې کفایته او مفسد وبلل او د امرالله صالح او حمدالله محب په ګډون د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت د رییس د استجواب هوډ یې وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

برید دامرالله ناصالح په مستقیم دستور شوی دی دا دریالس کسان دامرالله ناصالح قومیان او کسان دی دابی خرده انسان دا دطالبانو کار بولی او ددیوال لیکنی دثبوت بیلګه بولی دسیاسی بصیرت خاوندان که متوجی شی دیوال په پارچو لګیدلی دی اوپه لیکل شوی باندی پارچه نه ده لګیدلی دوهمه لکنه دلیکنی په زای کی منحرفه شیوی دی چه داشی چا دالیکنه وروسته له چنګه لیکل شوی زه فکر نه کوم چه طالبانو دومره بی عقل وی چه په پیشه کی لاس ردکړی اوبیا اسلامی امارت بیرغ وجنګیالیو ته ورکړی داد امرالاله صالح دادتلویوزون دعره چریک اودپشتنو دستر قاتل کاردی… نور لوستل »

طوطی

دا د پیښور د مدرسی غچ اخیستل وه د کابل له محصیلنو څخه. دا کار چی هر چا کړی وی د آی اس آی په اشاری سره شوی دی. تاسو د ملا سمیع الحق د زوی کلپ ولیده چی څومره د پاکستان د فوجیان وژنه او د هغوی د سلولونو په ساتنه کی د آی اس آی څخه دفاع کوی؟ هغه # دا جنګ ته جهاد وایی خو ## ته یی هیڅ فکر نده چی هلته څه تیریږی. د پاکستان شراب خانو، د شرابو فابریکو، کلیساګانو ته خوی یی هیڅ پام نشته فقط دیته متوجی دی چی څنګه افغانستان تباه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx