نړۍ

بريتانيا کې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی

نن ټکی اسيا: تېر يو کال راهيسې بريتانيا کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې او هر ځای، چې مسلمانې ښځې اسلامي حجاب کوي،د بريتانيا لارو او کوڅو ورسره ناوړه چلند کيږي.

د ټيسټايډ پوهنتون لخوا يوه خپره شوې سروې ويل شوي، چې بريتانوي مسلمانان پر پوليسو او امنيتي ځواکونو باور نه کوي؛ ځکه چې پوليس د مسلمانانو د ځورونې شکايتونه نه ثتبوي، له همدې امله د د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی زياتيږي او تېري کوونکي له سزا خوندي پاتې کيږي.

دا راپور هغه مهال خپور شو، چې تېره مياشت بريتانيا کې يوه سعودي نژاده محصله و وژل شوه او د وژل کېدو لامل يې هم د هغې حجاب ښودل شوی و.

د سروې څېړنيز ټيم وايي، چې په ټوليزه توګه بريتانيا کې د بريدونو او تاوتريخوالي کچه کمه شوې، مګر د مسلمانانو پر ضد بيا تاوتريخوالی نور هم زيات شوی دی.

د مسلمانانو پر ضد د پاروونکو بريدګرو عمرونه له دېرشو کلونو کم ښوول شوي او ځينې ځايونو کې حتی لس کلن ځوانان هم د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالي کې لاس لري.

د مسلمانانو پر ضد د بريدونو څارګره ټولنه “ټېل ماما” وايي، چې ۵۴ سلنه بريدونه پر مسلمانانو ښځو کيږي؛ ځکه چې د هغو له حجاب او جامو ښکاري، چې دا مسلمانه ښځه ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا څخه په مننه چه برطانیا کی یی د مسلمانانو په ضد تاو تریخوالی په هکله حقایقو ته ګوته نیولی زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا جه : لکه منفرد انسانان حتی د یوه مور او پلار بچی دیو بل په نسبت مثبتی او منفی ځانګړتیاوی لری همدارنګه په قومونو یا هیوادونو کی هم په لږه یا ډیره پیمانه دا مثبتی او منفی ځانګړتیاوی لیدل کیږی د مثال په توګه عربی یا افغانی قوم ، دیره میلمه پال ، پتمن ، ویاړلی ولی په څنګ کی ورسره ډیر جهالت او داسی نور صفتونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x