
د هلمند او خوست والیان ګوښه شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې طالبانو تیرو څو اونیو کې د هلمند ولایت مرکز او شاوخوا ولسوالیو کې پراخې سیمې له دولتي ځواکونو لاندې کړې، د کابل حکومت په یو تازه اقدام کې ددې ولایت والي جنرال محمدیاسین له دندې ګوښه کړی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړاندیز او کابل حکومت د مشر اشرف غني په منظورۍ جنرال عبدالنبي الهام د پخواني والي جنرال محمدیاسین پرځای د هلمند د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.
ددې ترڅنګ د خوست والي صدیق پتمن هم د نا څرګندو دلایلو له مخې ګوښه او پرځای یې جنرال مهمند ګټوازی ګومارل شوی دی.
دا په روانه اونۍ کې درېیم والي دی چې د کابل حکومت لخوا ګوښه او پرځای یې بل ګومارل کیږي.
تردې وړاندې د زابل پخوانی والي جنرال محمدنبي احمدزی لرې او پرځای یې برید جنرال احمد ګل رسولي ټاکل ؤ.