ادبي لیکني

په پښتو شعر کې د انځور ارزښت«لومړۍ برخه»

پوهندوى عبدالقدير خاموش

وړاندې له دې چې په شعر كې د انځور په ارزښت او مقام خبرې وكړو غوره بولم د شعر يو څو لنډې پېژندګلوۍ وړاندې كړم.

شعر عربي کلمه ده،چې دعبراني ژبې له شيرنه اخيستل شوې اوپه اصل کې دسندرې په مانا ده.په اصطلاح كې شعر او شاعرته كه څه هم اكثره ادبپوهان او شاعران كوم خاص تعريف نه وركوي او په دې باور دي چې شعر كوم ټاكلى تعريف نه لري او هر څوك  يې د خپل اند او نظر له مخې په بېلابېلو سليقو تعبيروي او تعريفوي.

ليكن داسې هم بايد ونه وايو چې شعر اصلا د تعريف وړ نه دى  اويا تر دې دمه شعر يوه نا پېژندل شوې پديده ده، بلكه دا مانا لري چې شعر يو داسې انځور دى  چې ډېرې زاويې لري او هرڅوك د خپل اړخ له زاويې ورته ګوري او په دې توګه د تصوير د تشريح په چاره كي خپله ونډه ادا كوي. ځينې خلك وايي چي شعر د پېغام د لېږدولو يوه اغېزناكه سليقه ده، ځيني وائي : شعردانسان دژوروحسي – عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره وينا ده، چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډه وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اود اوريدونكو احساسات راوپاروي.

استادسعدالدين شپون بيا وايي ((شعريوه نوې خبره د ژوند يوه واقعي تجربه چې په ويلو وارزي))

كره كتونكي وايي، ښه شعر هغه دی، چې دشاعرد زړه له تل نه را لړزېدلی وي اود لوستوونکي د زړه تل ته کوز شي.

اويا! شعر اهنگ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقعيت تخيلی او بياځلي انځورو لوته وايي “۱”

په همدې ځاي به د شعر په پېژندګلوى بسنه وكړو اوس به راشو خپل اصلي مطلب ته چې په شعر كې انځور څه ارزښت لري، اويا په شعر كې انځور په څوډولونو جوړېږي.

موږ دخپلو حسي غړو په واسطه درې ډوله تصوير درك كولاى شو،چې عبارت دي له مصور تصوير، دكمرې تصوير او دشاعرۍ تصوير.

د كمرې تصوير موږ ته د يو شي حقيقت راپيژني مانا دا،چې هغه څه، چې په كومه بڼه موجود وي په هماغه بڼه يې را ښيي. په دې ډول تصوير كې د عكاس خپل احساس جذبه او خيالات شريك نه دي. دلته يوازې  دعكاس مهارت هنر او په اصلي زاويه كې دعكاس له خوا دكمرې برابرول شرط دي.

دويم ډول  انځور، مصور انځور دى. په دې انځور كې هم د انځورګر خپل احساسات، جذبات، ارمان او خيالات  شامل دي. يعني په دې ډول انځور كې هم، ديو شي يا چا بشپړ حقيقت نشي.

څرګنديداى،سره له دې، چې دليدونكو او كتونكو د حسي ذوق د راپارولو لپاره په كې له ښوښو رنګونو څخه كار اخيستل كېږي. كله كله په كې له مبالغې نه هم كار اخيستل كېږي،دلته د انځورګر وسايل، رنګ، برس او كاغذ وي. دا انځور هم بشپړ نه دى، ځكه ،چې دانځور دننه احساس نشي ښكاره كولاى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x