نظــر

په کابل پوهنتون برید؛ دسولې دسبوتاژ هڅه

دوکتور ابو عثمان حسني

کابل پوهنتون چې دهېواد دعلمي بنسټونو دمور په نامه شهرت لري، دروانې اونې ددوشنبې په ورځ پداسې حال کې دبرید ګرو دبرید لاندې راغی، چې محصلین یې پر درسونو بوخت ول.

دغه برید چې څه کم یولس بجې دورځې پیل شو، او نږدې شپږ ساعتونه دوام یې وکړ، په ریښتیا یو بدرنګ او کرغیړن عمل وو، چې دهیواد او دپوهې ددښمنانو له خوا ترسره شو. په کابل پوهنتون برید په حقیقت کې دهیواد په مغز برید و چې بدې اغیزې به یې تر ډیره دهیواد دمحصلینو پر ذهن نقش وي.

د پوهنتون امنیتي حصار:
پدې جګړییز چاپیریال کې دغسې ویره وه چې ښایي دهیواد تعلیمي بنسټونه دهیواد ددښمنانو هدف شي؛ نو له امله یې دنورو بنسټونو په څیر، او له هغې څو ځله زیات، دامنیتي ارګانونو له لورې امنیتي څار غښتلی شو، پوهنتون ته ټولې تللې لارې او دروازې په کلکه څارل کیدې، داخل ته دتلونکو محصلینو کلکه تلاشي کېدله، هر محصل مکلف و چې دننوتلو پرمهال خپل دهویت کارت مؤظفو امنیتي مامورینو ته ښکاره کړي، له کارت پرته پوهنتون ته هغه مهال یو شخص ننوتلی شوای چې امنیتي مؤظفو کارمندانو به یې په اړه ځانونه ډاډه کړل.

د استاذانو دنقلیه وسایطو لپاره ځانګړي پیژندکارتونه ورکړل شوي چې دهغې په نه شتون کې یو استاذ نشوای کولی خپله نقلیه وسیله پوهنتون ته داخل کړي.

برید ګر څه ډول پوهنتون ته ننوتل؟
دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې دهغو امنیتي چارواکو دنده ده چې دهیوادوالو او هیواد دهرې برخې دساتنې او محافظت په عوض کې دملي بودیجې څخه ښه چرب او غوړ امتیازات اخلي.
خو دا خبره داندیښنې وړ ده چې کله پوهنتون ته یو محصل، دپوهنتون مامور او استاذ له څار او هویت کارت پرته نشي داخلیدلی، نو بیا څنګه ممکنه ده چې څو تنه بریدګر دې دسپکو او درنو وسلو سره، او پداسې مقدار منفجره توکو سره داخل شي چې نږدې شپږ ساعتونه دامنیتي ساتونکو سره پرې مقاومت وکړي؟

معلومیږي چې دامنیتي ارګانونو په منځ کې ځینې ګومارل شوې کړۍ شته چې دبې دفاع هیوادوالو په ژوند او وینو تجارت کوي. او بل لوري ته دهغو قوتونو دګټو لپاره لکه دسپیو زغلي چې په افغانستان کې سوله، ټیکاو او مرکزي غښتلی دولت دځان لپاره خطر ګڼي.

دسولې پر وړاندې د غني د غڼو جالونه
دافغانستان په تاریخ کې ښایي دا لمړی وار وي چې دیرغلګرې امریکا له خوا پر غیورو افغانانو داکاډیمکې پردې لاندې یو ترټولو بدرنګ انسان دخپل کرغیړن ټیم په بڼه واک چلوي. غني چې دهیواد ډیری زدکړي ځوانان پرې تیروتل، دهیواد په تاریخ کې هغه ناوړه څیره ده چې دخپل اقتدار دخوندیتوب لپاره په هیڅه اړ ندی، دهیواد دیني، ملي او کلتوري ارزښتونه یې پروړاندې هیڅ ارزښت نه لري، دروغ ویل، او ملت ته په سترګو کې ننوتل ورته هیڅ عار نه بريښي. دغلامۍ او ذلت ټولې پولې یې ماتې کړلې، ددانش، امر الله سالې او دوي ته ورته ملت دښمنه او منفورې څیرې یې پر ځان راټولې کړي، ارګ او دهیواد معتبره ادارې یې له فاسدو وړکو، او فاحشو نجونو څخه ډکې کړې، دهیواد کلتوري ارزښتونه او ارضي تمامیت یې له خاورو سره خاورې کړ.
دافغانستان کړیدلی ملت چې دډاکتر غني او دده دناوړه ټیم له امله تر پوزې راغلی او یواځینۍ هیله او اسره یې دسولې روان بهیر ته ده، کوم چې په لومړي پړاو کې یې امریکایانو ومنله چې له افغان خاورې به خپل ټول پوځونه وباسي، ددغو مذاکراتو دوهم پړاو چې دافغانانو خپل منځي خبرې اترې وي، تمه دا وه چې دخبرو دواړه لوري افغانان دي، او ډیر ژر به یوې موافقې ته سره ورسیږي، او پایله به داسې حکومت وي چې دافغانانو دارمانونو تمثیل به پکې په ښه بڼه شوی وي. خو له بده مرغه، ډاکتر غني او دده حاکم ټیم چې دخپل اقتدار غزول ورته له هرڅه زیات مهم او لمړیتوب لري، سوله او په سولیز افغانستان کې خپل راتلونکی نه ویني؛ نو له امله یې بیلا بیل تاکتیکونه په کار اچوي او لا لګیا دی استعمالوي یې څو دخپل هوس پوره کولو، او واک غځولو لپاره بهانې په لاس ورشي، کله په عامه ځایونو برید پلان کړی، کله په مدرسو بمونه غورځولي، کله دزدکړې په مرکزونو او کورسونو حمله کړې، چې دادی نوبت دهیواد دعلمي بنسټونو مور کابل پوهنتون ته را ورسیدلو، دا او دیته ورته کرغیړن او نا انساني عملونه ترسره کول، په ټوله کې دغني او دده دټیم له خوا دغڼو هغه جالونه دي چې دراتلونکې – ان شاء الله- یقیني سولې پر وړاندې یې جوړوي. دا سمه ده چې پدې پلان شویو بریدونو کې به ځیني ترهګرې افراطي ډلې استعمال شوي وي؛ خو اصلي طراحان یې په امنیتي ارګانونو کې ځانګړې ګومارل شوې کړي دي، چې دپردیو له خوا تغذیه کیږي.

دکابل پرپوهنتون برید او هلته دلسګونو بې ګناه او بې دفاع محصلینو بې رحمانه شهیدانول ددې ښکاره ثبوت دی چې ډاکتر غني او دده دفاسد ټیم دسر لوبغاړي سرور دانش او امر الله سالې چې دواړه کرایه شوې مزدورې څیرې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x