ټولنیزه برخه

کوښښ وکړئ چې علم حاصل کړئ..!

محمد ناصر منصور

په (درة الناصحین) کې حدیث دی چې:
رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وايي: چا چې په جماعت سره لمونځ وکړ او په مجلس د علم کې کښېناست او د الله تعالی کلام (قرآن) يې واورېد، نو الله تعالی به شپږ شیان ورکړي:
ـ رزق به د حلال مال څخه ورکړي.

ـ د قبر له عذاب څخه به يې خلاص کړي.
ـ د قیامت په ورځ به عملنامه په ښي لاس ورکړي.
ـ په پل صراط به داسې تېز تېرېږي لکه تېزه برېښنا.

ـ حشر به يې له انبیاؤ سره کېږي.
ـ الله تعالی به په جنت کې د سرو یاقوتو څخه یو کور ورته جوړ کړي چې څلوېښت دروازې به يې وي.

په (منهاج المتعلمین) کې بل حدیث دی چې:
یوه ورځ نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د مسجد دروازې ته راغی، نو شیطان يې ولید چې د مسجد په دروازه کې ولاړ دی.

رسول الله ورته وویل: اې ملعونه! ته دلته څه کوې؟!
شیطان ورته وویل: غواړم چې مسجد ته داخل شم او د لمونځ کوونکو لمونځونه فاسد کړم، خو زه د دغه ویده کس څخه وېرېږم (چې په مسجد کې ویده دی).

رسول الله ورته وویل: اې ملعونه! ولي ددې لمونځ کوونکو څخه نه وېرېږې، ځکه چې دوی په عبادت او د خپل رب سره په مناجات باندې مصروف دي؛ او هغه ویده کس خو د غفلت په حال کې دی (ځکه چې ویده دی) او ته بیا هم ددې ويده کس څخه وېرېږې (او د لمونځ کوونکو څخه نه وېرېږې)؟!

شیطان ورته وویل: لمونځ کوونکې جاهلان دي او د لمانځه فساد يې اسانه دی، لکن هغه ویده کس عالم دی، خو که زه دا لمونځ کوونکې تېر باسمه او لمونځ يې ور فاسد کړمه، نو زه وېرېږم چې هسې نه دغه عالم کس راويښ شي او ددې لمونځ کوونکو د لمانځه اصلاح وکړي.

رسول الله وویل: د عالم سړي خوب د جاهل سړي تر عبادت غوره دی.
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) وايي: دا دنیا په څلورو شیانو باندې ولاړه ده:
ـ د علماؤ په علم.
ـ د امیرانو په عدل.
ـ د غنیانو په سخاوت.
ـ د فقیرانو په دُعا.
ځکه:
که چېرته د علماؤ علم نه وای، نو جاهلان به هلاک شوي وو.

که چېرته د غنیانو سخاوت نه وای، نو فقیران به هلاک شوي وو.

که چېرته د فقیرانو دُعاګانې نه وای، نو غنیان به هلاک شوي وو.

که چېرته د امیرانو عدل نه وای، نو بعضو خلګو به بعضې خلګ داسې خوړلي وو، لکه څنګه چې لېوه مېږي (ګډان) خوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x