
د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ بايډن سپينې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره شپږ رايو ته اړتيا لري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۹ل): په امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو پایلې په پوره کېدو دي او داسې ښکاري، چې د ډونلډ ټرمپ ماتې او د جوبايډن بريا يقيني ده.
تر اوسه د غیر رسمي پایلو له مخې د ډيموکراټانو نوماند جوبايډن د ټاکنيزو کالجونو ۲۶۴ او د جمهوري پلوو نوماند ډونلډ ټرمپ ۲۱۴ رايې ګټلي دي.
بریالی نوماند له ۵۳۸ ټاکنيزو کالجونو څخه د ۲۷۰ کالجونو رايو ته اړ دی.
ټرمپ ګواښ کړی، چې د ناکامۍ په صورت کې به د پایلو له منلو انکار وکړي او سترې محکمې ته به رجوع وکړي.
د امريکا اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس «اې پي» د راپور له مخې د سختو مقابلو لرونکو دوو نورو ايالتونو مشي ګن او وسِکونسن کې جوبايډن بريالی شوی دی.
د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايو اچونې بهير د پای ته رسېدو يوه ورځ تېره شوې، خو تر اوسه د هېڅ نوماند بريا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
جوبايډن تر اوسه اويا ميليونه، ۳۸ زره او ۳۰ رايې ګټلي، چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو زياتې رايې بلل کيږي او ولسمشر ټرمپ تر اوسه شپېته ميليونه، ۸۵ لکه او ۸۲۵ رايې ګټلي دي.
جوبايډن له خپل ټاکنيز مرستيال کمالا هيرس سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پرمهال خپله بريا یقيني وبلله او زياته يې کړه، چې دی به د امريکا د ولسمشر په توګه له هر ډول ګوندي تبعیض پرته حکومت کوي.
داسی ښکاری چی طالبان خپل ماما ټرمپ له لاسه ورکوی. انشاءالله جویو بایدن به یی ټړون### کړی. خو فکر نکوم هغه د شغال ورور دی.
ای ټاميانو ، خياطانو او اشغالګرو غلامانو او خوا خوږو !
بی ځايه جوبايډن ته د خوښی لکی مه ښوروی ، ليری نه ده چی همدی بايډن ته به ښکنځل کوی کله چی خپل وحشيان ټوله وباسی او تاسو خپلی مرستی بندی کړی .
دا د اشغال او ازادی او د کفر او اسلام جګړه ده نه د دی او د هغه .