افغانستان

دوحه کې د مذاکراتو له جریان سره هم مهاله ناټو دولتي عسکرو ته سلګونه نظامي وسایط او تجهیزات ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت دفاع وزارت وايي، د ناټو قاطع ماموریت په کندهار او کابل ولایتونو کې  ګڼ شمېر نظامي وسایط، مرمۍ، د شپې دوربینونه او نور تجهیزات ورکړي.

د دفاع وزارت مرستیال «شاه محمود میاخیل» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د قاطع ملاتړ د  CSTC-A ادارې تقریبا 450 نوي هاموي ګانې، 80 میلیونه مرمې، د شپې دروبینونه او نور تجهیزات د ملي دفاع وزارت ته په کابل او کندهار کې وسپارل. د کندهار نه به ۲۰۵، ۲۰۸ او ۲۱۵ قول اردوګانو ته اکمالات تر سره کیږي.»

د پرېکنده ماموریت له لوري ګڼ شمېر نظامي وسایط او وسایل داسې مهال دولتي عسکرو ته سپارل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته ناست دي، چې په جریان کې یې د نړیوالې ټولنې او ناټو له لوري په بیا، بیا له طالبانو غوښتنه کېږي چې د جګړې د شدت کچه راټيټه کړي.

ورته مهال د سولې د خبرو له پیلېدو سره، سره د هیواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په کندهار ، روزګان، فراه او هلمند کې جګړو زور اخیستی.

د کندهار ولایت په ارغنداب، پنجوايي، شاه ولیکوټ او نورو ګڼو ولسوالیو کې درنه جګړه لا هم دوام لري او دولتي ځواکونو پراخې سیمې طالبانو ته پرېښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

انشاالله دیر ژر به یئ بیستر تول سئ د دئ غلامانو، په دو دالرو یئ خپله مور خور خرس کری، او هم یئ خرسه وئ، دا سئ بیننگه خلگ به انشاالله دیر پاتئ نسئ!!!!!! بس حوصله او په الله یقعین دی مضبوط وئ.

طوطی

ګوری د کافرو منافقت ته له یوې خوا له طالبانو سره تړون د سولی کوی او له بلی خوا حکومت ته وسلی او مهمات ورکوی پدی معنی چی جنګ کوی سوله موله نشته مهمات او وسلی مونږه درکوی بی غمه اوسی. دا چی څوک وژل کیږی د امریکایانو او ناتو یی پری څه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx