افغانستان

ډاکټر اشرف غني احمدزی بریالی اعلان شو

نن ټکی آسیا: د ټاکنو خپلواک کمېسیون لږه شېبه مخکې د ټاکنو د دوهم پړاو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

په اعلان شوو پایلو کې اشرف غني احمدزي ۵۶.۴۴٪ رايې او عبدالله عبدالله ۴۳.۵۶٪ رايې اخيستي دي.

ددغو پایلو پر اساس اشرف غني احمدزی د ټاکنو په دوهم پړاو کې مخکې دی.

د ټاکنو کمېسیون رئیس یوسف نورستاني په خبري غونډه کې وویل چې تر ۸ میلیونو زیاتو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.
د ده په وینا اشرف غني احمدزي ۴ میلیونه، ۴ لکه، ۸۵ زره او ۸۸۸ رایې وړي او  عبدالله عبدالله ۳ میلیونه، ۴ لکه ۳۶۱ زره، ۶۳۹ رايې وړي.

ډاکټر نورستاني و ويل، چې ډاکټر غني له خپل سياله په ۱۲،۸ سلنه رايو مخکې دی.

د نورستاني په وینا په ټاکنو کې د ښځو ګډون ۳۸٪ او د نارینه ۶۲ سلنه و.

ډاکټر نورستاني و ويل، چې ټاکنو کې د شويو درغيلو د څېړلو له امله کېدای شي د ټاکنو پايلو کې تغيير راشي.

د ډاکتر عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحیمي وايي چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي،  دی وايي چې  د دوی ټيم د درغلیزو رایو سره د ۷ میلیونو رایو توقع کوله خو کمېسیون ټولې اچول شوې رایې ۸ میلیونه اعلان کړې چې بیخي د دوی د توقع خلاف دي.

عبدالله عبدالله بېګا شپه په یوه خبري غونډه کې په دې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې تر هغې پاکې رایې له ناپاکو بېلې شوې نه وي، پایلې ورته د منلو نه دي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند فضل الرحمن اوريا هم ويلي و، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټيم په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او تر څو چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شوي نه وي، نو پايلې اعلانول به د کودتا په معنا وي او دوی ته د منلو وړ نه دي.

ټاکل شوې وه چې د ټاکنو پایلې به نن ۲ بجې اعلانیږي، خو د څو ساعتونو ځنډ لامل د عبدالله عبدالله د پایلو نه منل ښودل کیږي.

تر خبري کانفرانس مخکې د امریکا سفیر او نور بهرني ناظرین د ټاکنو کمېسیون دفتر ته تللي وه.

ویل کیږي چې دواړو کاندیدانو تر منځ د امریکا سفیر په منځګړتوب جوړجاړی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x