ټولنیزه برخه

مونږ ټول د الله تعالی غلامان یو..!

محمد ناصر منصور

حضرت شمس المشایخ الحاج خلیفه صاحب دین محمد مجددي (حفظه الله) یوه ورځ خلګو ته بیان کاوه، بیا يې د بیان په حال کې یوه واقعه بیان کړه چې:
د شاه محمود غزنوي (رحمه الله) د ایاز په نوم یو غلام درلود چې بې حده زیات پرې ګران وو او ډېره مینه يې ورسره کوله، ځکه وفادار غلام وو.
بله ورځ وزیرانو او غټو غټو خلګو دوه شکایتونه وکړل چې یو شکایت دا وو:
دوی ویل چې: وزیران او غټ خلګ مونږ یو او باچا د یوه غلام سره زیاته مینه کوي او مونږ ته بېخي توجه نه کوي، بلکې ټوله توجه يې د غلام طرف ته ده، دا ولي؟!

بالآخره دا خبره د شاه محمود غزنوي (رحمه الله) تر غوږو پورې ورسېده.
شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ته وویل شول چې: د هیواد وزیران او غټ خلګ له تا څخه دا شکایت کوي چې باچا مونږ ته بېخي اِلتفات نه کوي، بلکې ټوله توجه يې د یوه غلام (ایاز) طرف ته ده، دا خو انصاف نه دی.

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) چې باچا هم وو، خو لکن د خپلې زمانې یو لوی ولی الله او بزرګ هم وو، نو وې غوښتل چې دا خلګ په څه حکمت پوه کړي، نو یوه مړغونې يې راوغوښتله چې بې حده ترخه ده.

(مړغونې هغه بوټی دی چې حکیمان يې د شوګر (شکر) مریض ته ورکوي، په دې مړغونې کې چې انسان لوڅې پښې ودرېږي، نو تریخ والی يې د انسان خولې ته را رسېږي، دومره زیاته ترخه ده).

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) خپل هغه وزیران را وغوښتل چې شکایت يې کاوه، نو هغوی ټولو ته يې وویل چې دا مړغونې وخورئ.

په هغوی کې یوه وزیر هم دا مړغونې ونه خوړله، بلکې هر یوه وویل چې دا خو د خوراک نه ده، ځکه ددې تریخ والی خو انسان وژني.

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) غلام (ایاز) راوغوښت او ورته وې ویل چې دا مړغونې وخوره.

غلام هم په ډېره مینه او شوق شروع ورته وکړه او ټوله ترخه مړغونې يې وخوړله.

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) د خلګو په مخ کې له غلام څخه پوښتنه کوي: ایا دا مړغونې ترخه نه وه، که څنګه؟ څنګه دې دومره په مینه وخوړله؟!

غلام ورته وویل: ترخه څنګه نه وه، خو ما ځکه په مینه وخوړله چې:
ـ تا په ما باندې ټول عمر احسانات کړې دي.
ـ تا په ما باندې هرقسمه انعامات کړې دي.
ـ تا زه له هرقسمه مشکلاتو ژغورلی یم.
ـ تا زه په ډېرو ښو خوراکونو باندې ساتلی یم.
ـ تا ماته په خپل دربار کې ډېر خواږه شیان راکړې دي.

نو چې تا زما سره ټول عمر احسانات کړې دي او نن چې تا ماته یوه ترخه مړغونې راکړه، نو زه به يې څنګه په مینه او شوق باندې نه خورم؟!

اې خلګو!
مونږ او تاسو د الله تعالی د غلامۍ دعوه لرو، ځکه مونږ ته خوراک، څښاک، جامه، د اوسېدلو ځای، اهل او اولاد، بلکې هرڅه الله تعالی راکوي، خو که یوه ورځ په مونږ او تاسو باندې لږ تکلیف راشي، نو دا ټول انعامات بیا هېر کړو او په شکایت باندې خوله خلاصه کړو.

ـ دا څنګه غلامي ده؟!
ـ دا څنګه بندګي ده؟!
ـ او دا څنګه انسانیت دی؟!
بلکې د غلامۍ، بندګۍ او انسانیت تقاضا خو داده چې که د بادار له طرف څخه هرڅه راځي، نو غلام به پرې راضي وي، ځکه کله کله به خوښي راځي او کله کله به دردونه راځي، نو د درد په وخت کې شکایت مه کوه، بلکې په هر حال شکر باسه.

د وزیرانو دوهم شکایت دا وو چې د غلام (ایاز) په ملکیت کې یوه المارۍ ده چې قلف يې پسې اچولی ده او د المارۍ کیلي هم ددهْ سره ده، چاته يې نه ورکوي.

ایاز غلام روزانه ورځي او هغه المارۍ خلاصوي، په المارۍ کې څه شئ ګوري او که څه شئ پکې اېږدي، نور مونږ نه یو خبر چې څه کوي، خو روزانه یوځل دې المارۍ ته ورځي چې خلاصه يې کړي او بیرته یې قلف کړي.

وزیرانو شکایت وکړ چې غلام (ایاز) د بادشاهۍ خزانې پټې کړي دي او په دې المارۍ کې يې ایښې دي، ځکه خو هره ورځ ورځي او ګوري يې چې خزانو ته څه زیان نه وي رسېدلی.
بالآخره دا شکایت هم شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ته ور ورسېد.

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ایاز غلام راوغوښت او ورته وې ویل:
ایا ستا په تصرف او ملکیت کې یوه المارۍ شته؟!
غلام ورته وویل: هو! شته.
شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ورته وویل: قلف دې پسې اچولی ده؟!

غلام ورته وویل: هو!
شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ورته وویل: د قلف کیلي راکړه، کله چې ایاز غلام کيلي ورکړه، نو باچا دا کیلي یوه مزدور ته ورکړه چې ورشه د ایاز المارۍ خلاصه کړه چې څه شئ پکې دي؟
دا مزدور ورغی او المارۍ يې خلاصه کړه، که ګوري په المارۍ کې زړې څپلکې، یو زوړ لنګ او یو زوړ قمیص پکې پراته دي، نور څه په المارۍ کې نشته.

مزدور بیرته راغی او شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ته يې وویل: په المارۍ کې خو صرف دا درې شیان (زړې څپلکې، زوړ لنګ او زوړ قمیص) پراته وو، نور څه خو پکې نشته.

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ایاز غلام ته وویل: ایا رښتیاهم په المارۍ کې نور څه نشته؟!
ایاز ورته وویل: هو! نور څه نشته.

شاه محمود غزنوي (رحمه الله) ورته وویل: نو ته څنګه روزانه ددې المارۍ د دیدن لپاره ورځې او هغه خلاصوې، دې زړو شیانو ته څه وخت ګورې او بیرته المارۍ بندوې او ترې راځې؟!

ایاز غلام ورته وویل: زه ځکه روزانه دې المارۍ ته ورځم او خلاصوم يې چې په هغه المارۍ کې زما د تېري زندګۍ څه سامان (زړې څپلکې، زوړ لنګ او زوړ قمیص) پروت دی، نو زه هغو ته ګورم او خپله تېره زندګي را یادېږي چې زه غلام وم، زه مزدور وم، زه مسکین او فقیر وم او زه محتاج وم، هغه زما زړې جامې وې، هغه زما زوړ لنګ وو، هغه زما زړې څلکې وې.

لکن تا نن زه دومره نازولی یم چې هرڅه دې راکړي دي، نو هغو زړو شیانو ته ځکه هره ورځ ورځم او ګورم يې چې ستا قدر او عزت مې ورځ تر بلي په زړه کې زیات شي.

اې خلګو!
که چېرته په رښتیا سره د الله تعالی د غلامۍ دعوه لرئ، نو کله چې د مور څخه پیدا کېدلو:
ـ نه د چا په تن باندې جامه وه.
ـ نه د چا سره روفۍ وې.
ـ نه د چا سره بنګلې او موټر وو.
ـ نه د چا سره نور څه وو.
بلکې لوڅ لغړ بدن پیدا شوي یو، خو چې اوس د رب تعالی له لوري څومره احسانات په مونږ باندې شوي دي، د هغو حساب نشو کولی.

اې انسانه!
ـ ولي خپلې سابقه زندګۍ ته نه ګورې؟
ـ ولي اوس نیمه دنیا نه وینې؟
ـ ولي خپل خالق او مالک درڅخه هېر ده؟
ـ ته خو پرون فقیر وې، لکن نن مالدار شوې.
ـ ته خو پرون مالدار وې، لکن نن فقیر شوې.
ـ ته خو یوځل خپلې سابقه زندګۍ ته سوچ او فکر وکړه چې ته اول څنګه وې او اوس څنګه يې؟

نو خپله تېره زندګي مه هېروه، څومره چې د رب لایزال د غلامۍ دعوه لرې، په هغه اندازه په خپله دعوه کې صادق اوسه، خپله غلامي مه هېروه، تکبر او غرور مه کوه.

داسې مه وایه:
ـ زه خو حاجي صیب یم.
ـ زه خو مولوي صیب یم.
ـ زه خو پير صیب یم.
ـ زه خو ډاکتر صیب یم.
ـ زه خو انجنیر صیب یم.
ـ زه خو ملک صیب یم.
ـ زه خو فلان او فلان صیب یم.
نه! بلکې هغه وخت در یاد کړه چې رب لایزال زه د څه شئ څخه پیدا کړی یم؟!
خو د پلار او مور د مردارو اوبو (منیو) څخه زما او ستا وجود جوړ شوی دی، بیا د کوم ځای څخه دنیا ته راوتلي یو، لږ خو خپل اصل ته فکر وکړه چې په څه شکل پیدا شوی يې؟!
الله تعالی له مونږ او تاسو سره ډېر غټ غټ احسانات کړې دي، نو پکار ده چې د هغه ذات غلامي او بندګي وکړو چې زمونږ پالنه کوي او مونږ ته رزق راکوي.

اې خلګو!
شقیق بلخي (رحمه الله) وايي: خلګ درې خبرې کوي، خو په عمل کې ترې مخالفت کوي:
ـ خلګ وايي: مونږ د الله تعالی غلامان یو، خو کارونه یې د ازادو خلګو په څېر وي.
ـ خلګ وايي: الله تعالی زمونږ د رزق او روزي کفیل (ضمانت کوونکی) دی، خو زړونه یې یواځې د دنیا په راټولولو مطمئن کېږي.
ـ خلګ وايي: مرګ هرو مرو راتلوونکی دی، خو اعمال یې د هغه چا په څېر دي چې ګویا مرګ پرې هیڅکله نه راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x