شعـــــرونه

امام ابوحنيفه (رح)/ نظام کندهاری

نظام کندهاری

دی د امت ستر اِفتخار امام ابوحنيفه
د دې سپېڅلي دين مِعمار امام ابوحنيفه

څنګه به نه رسي منزل ته د احنافو کاروان
لري لارښود لري سالار امام ابوحنيفه

کړې د تحقيق نسيم يې ګل د مسائلو غوټۍ
د شريعت د بڼ بهار امام ابوحنيفه

په دلائلو نقليه او عقليه وُ يې کړل
فِقهَ له سره بيا سنګار امام ابوحنيفه

مومنه راشه پر مسير باندې يې سم شه روان
درته صفا ايښې ده لار امام ابوحنيفه

پام! د فتنو لېوان شته ډېر، له غاړې و نه باسې
د تقليد هار د خپل سردار امام ابوحنيفه

نظامه رب يې نازولی چې لرې رهنما
د علم، زُهد دنګ منار امام ابوحنيفه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx