نړۍ

جنرل کیاني نن سهاروختي کراچي ته راورسیدی

general_kiani(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۵) کراچي: دپاکستان دفوځ لوی درستیز جنرال کیاني نن سهاروختي دکراچي پرنړیوال هوایی ډکر باندي کوز شو، سرچیني وایی چي جنرل کیاني کراچي ته ددی لپاره راورسیدي ترڅو دکراچي دحالاتو په اړه له سیمیزو چارواکو څخه تفصیلات وپوښتي، څوورځي مخکي دکراچي دخرابو حالاتو په اړه ښاغلي کیاني ویلي وو، که چیري دکراچي دحالاتو په اړه پاکستاني فوځ ته اړتیا وموندل شي نو نوموړي حاضر ده چي مرسته وکړي.

 

څرنګه چي کراچي له سخت امنیتي ګواښ سره مخ ده په داسي حالاتوکي وکراچي ښارته دنوموړي سفر ښه پایلي درولودلی سي.

تراوسه مالومه نه ده چي کیاني به ترکومه وخته په کراچي پاته شي اودروانو خرابو حالاتو په اړه به له کومو سیمیزو چارواکوسره خبري وکړي.
له بله لوري دپاکستان مسلیم لیګ نون ګوند دمشرنوازشریف ورور اودپنجاب ایالت ستروزیر ښاغلي شهبازشریف هم دکراچي ښارته راورسیدي چي دکراچي پرنړیوال هوایی ډګرباندي یی دپلویانو له لوري تود هرکلی وشو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x