ورزش

آی پي ایل: ممبۍ انډینز لوبډلې د پنځم وار لپاره پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د هند غوره لیګ سیالیو په لومړۍ پلی آف لوبه کې ممبۍ انډینز لوبډلې دهلي کپیټلز لوبډلې ته ستر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د پلی آف په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډینز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۰ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا کوینټن ډیکاک ۴۰، سوریاکمار یادو ۵۱ او ایشان کشان ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د ستر هدف بشپړولو په ځواب کې دهلي کپیټلز لوبډلې لومړی ۳ لوبغاړي په چټک ډول له لاسه ورکړل، خو د مارکس سټونیز ۶۵ او اکسار پټيل د ۴۲ منډو په مرسته یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او د ۵۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

په دې سره ممبۍ انډينز لوبډلې د هند غوره لیګ سیالیو په تاریخ کې د پنځم وار لپاره پایلوبې ته لار وموندله، دغې لوبډلې د تېر آی پي ایل اتلولي هم په خپل نوم کړې ده.

په یادو سیالیو کې رایل چیلنجر بنګلور او سنرایزرز حیدراباد لوبډلو هم دوهم پړاو ته لار موندلې ده چې د جمعې په ورځ به د دواړو ترمنځ ایلیمنیټر سیالۍ ترسره کیږي.

د یادې سیالۍ ماتې خوړونکې لوبډله له سیالیو بهر کیږي او ګټونکې لوبډله به د دهلي کپیټلز پر وړاندې بله لوبه ترسره کوي چې له هغې څخه به ګټونکې پایلوبې ته لار مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx