نظــر

له مړه امت نه د ژوندیو امید لرل د ځان تېرایستل دي

عزام حقاني

د لیکنې پیل له یوې عجیبه واقعې څخه کوم:
د فیسبوک پر صفحه یوه ملګري په یو اسلامي هېواد کې د یوې مظاهرې یو انځور پر خپل وال نشر کړی چې په کې یو شمېر مسلمانو ښځو د اسلامي هویت د تشخص او وحدت  پرچم په لاسونو کې نېولی او پورته کړی، له خپلې ماضي او اصلیت نه ناخبره ځوانانو داسې تبصرې او څرګندونې ورباندې کړې چې حیران به شې او دا به فورا ووایې چې اسلامي امت او مسلمانان يوه پېړۍ وړاندې مړه شوي دي او نن چې کوم څوک د مسلمانانو په نوم په اسلامي دنیا کې مېشت دي ټول تش کالبودونه او مړي دي او فقط د اسلام نوم ورباندې یادېږي او بس.

له مړه امت نه د ژوندیو امید لرل لېونتوب، ځان تېرایستل او اوبو ته د خوب بیانول دي.

صلیبي بادشاه ګي اف لوزینان خپل قوم ته څومره معقوله او هوښیاره خبره کړې: مسلمانان له خپلې ماضي، د اسلافو او نیکونو له تاریخ، کړنو او ژوند څخه ناخبره کړﺉ چې بیا به د ړندو  په څېر ستاسو پر لار په تاسې پسې روانېږي او ستاسو د اهدافو لاس ته راوړل به د ځانونو افتخار ګڼي.

ستاسو په اشاره او قومانده به د خپلو ورونو سره جنګېږي.

د دې صلیبي چارواکې خبرو نن ورځ مصداق پیدا کړی تاسو کاته وکړﺉ ټوله اسلامي نړۍ او مسلمانان د شرق وي او که د غرب، د زنده ګۍ په ټولو برخو کې دیهودانو او صلیبیانو په تقلید اخته، د هغوی پر طریقه روان او د دوی د اهدافو په تحقق لګیا دي. الا ماشآء الله

له خپلې ماضي، اصلیت او د خپلو لویانو له ژونده ناخبرتیا او بې پروا کېدل هغه څه دي چې یو قوم ډېر ژر دزوال او هلاکت په خوا روانوي.

تاسو د اسلامي امت د ځوان قشر حالت وګورﺉ چې څومره له خپل اصل نه منحرف او لیري شوي دي.

قرآن کې الله جل جلاله د مخکینیو سرکښه امتونو د ژوند د حالتو بیان د دې هدف لپاره کوي چې وروستي انسانان د هغوی د نقش و قدم نه ځان وساتي او هغه لار انتخاب کړي چې نجات پکې نغښتی وي.

که ناخبره او په غفلت کې پاتې شي خامخا به د هغوی د کړنو مرتکبین ګرځي او د خپلو اولنیو په څیر به د الله جل جلاله د قهر مصداق جوړېږي.

تاسو وګورﺉ قرآن په څومره صراحت سره یهودانو ته خپله  ماضي وریادوي، د پلرونو او نیکونو د مظلومیت، محکومیت او اسارت قیصې ورته کوي او بیا ورته د هغه حالت بیان کوي چې الله جل جلاله دویته عزت، شان، برم او شوکت ورکړ خو دوی ناشکري وکړه، د الله جل جلاله د احکامو څخه یې بغاوت وکړ او د الله جل جلاله دښمني یې د ځان په خیر وبلله نو هغه و چې الله جل جلاله هلاک او بیرته ذلیل کړل.

نو وروستنیو ته وریادوي چې پام تاسو ناشکري، سرکشي او د ځان هېرېدنه ونه کړﺉ کنه د هغوی په څیر به د ذلت د ژوند لرونکې شﺉ.

تاریخ ثابته کړې چې کله هم د یو ملت په حکامو او اشرافو کې د ځانځانۍ او قدرت د مینې له کبله خپل اصلیت د ځان ماضي او راتلونکې هېره شي، په رعیت او عوامو کې پر ځانونه باور او له خپل تاریخ نه ناخبري پیدا شي خامخا به یې د ذلت او غلامۍ غړواندي او طوقونه غاړو ته لوېږي. د مسلمانانو اوسنی حالت یې ښه بېلګه ده.

حضرت عمر رضي الله عنه څومره ښه ویلي چې: زه هغه څوک وم چې مکه کې به مې د خلکو پسونه څرول او نن په اسلام سره دومره عزتمن شوم چې د یو لوی قوم آمیر یم.

په دې وړه جمله کې لوی درس پروت دی.

یقینا؛ د امتونو عزت او زوال له ماضي څخه خبرتیا او ناخبرتیا کې دی.

نن ورځ مسلمانان له خپل ځان، مسؤلیت، مکانت تاریخ، د اسلافو له ژوند د هغوی له کردار او قهرمانیو څخه ناخبره دي.

داسلام له حقیقت او لوړوالې څخه ناخبره دي.

د خپل ځان له قوت او د اسلامي دنیا له جغرافیایي موقعیت نه ناخبره دي.

پر ځانونه بې اعتماده او د خپلو دښمنانو له رعب او قوت نه متأثره دي.

دځانځانۍ او کبر په مرض اخته، له اسلام او قرآن څخه لیري د طاغوت پر لار روان شوي دي.

پر اسلامي تشخص او هویت ملنډې وهونکي او پر کفري دود او عنعناتو عمل کوونکي جوړ شوي دي.

نو ځکه محکوم او مغلوب ګرځېدلي چې له خپل کور او محل څخه یې تېښته کړې او د دښمن در ته درېدلي دي.

پایله: څو چې اسلام او قرآن ته مخه وه نه کړي.

له خپلې ماضي او تاریخ نه ځان خبر نه کړي.

دوست او دښمن و نه پېژني.

پر ځانونو باور پیدا نه کړي تر هغې به ذلیل، بندیان او د غلامۍ په ځنځیرونو تړلي وي، آه او فریاد به کاږي خو د خلاصون څوک به نه ویني او نه به هم وي.

الهي! امت مسلمه له خپل ځان او ماضي نه خبردار کړه.

اومسلمانان د غفلت او بې پروايۍ له خوب نه راویښ کړه.

پای

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

محترم وروره ډېري ښې، د واقعيتونو سره برابري او زما د زړه خبري دي کړي دي الله سبحانه دي اجر درکړي، خو افسوس چي هغو کسانو ته دي چي ﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُون﴾ ته ورته دي. لقد اسمعت لو ناديت حياً ولكن لا حياة لمن تنادى  (كه دي يوه ژوندي ته چيغي کړي او دا خبري دي ورته كړي واى هرو مرو به دي په اورېدلي واى. خو هغو  ته چي ته دا خبري كوې ژوندي نه دى).   كاشكي تا كړلاى خبري و ژوندو ته خو ته ګډ يې د زړه درد وايې ومړ وته   خو زه… نور لوستل »

جمیل

خیرونه مو په نصیب سه ډیر معقول مو لیکلی . د اسلام او د مسلمانانو عزت تر توری لاندی دی ، د هغه راهیسی چی مسلمانانو توره غورځولی او کفارو را اخیستی مسلمانانو د عزت ورځ نه ده لیدلی بیله څو په شمار مجاهدین چی د ټولی نړی د مسلمانانو یوه سلنه هم نه ده د عزت او سر لوړی ژوند تیروی او د خپل رب په بندګی خوښ دی . هغه چی د دی مبارکو مجاهدینو ملاتړ کوی او په مال ، خوله او په قلم د دی مبارکو مرسته کوی هغه هم په شمار دی . شیطان لعین… نور لوستل »

عبدالواحد

داسلامی فتوحات اوعقلی علوم پسله هغه چه اسلام په عربستان کی خپورسو،اول ځل پاشلی عرب سره متحدسوکم حکومت چه دهغوی پمنځ کی واقع سودقدرت اوکامیابۍ تکیه یی پرقرآنکریم وه ددی مقدس کتاب مرجع دټولواعمالواونیتو داصلاح سبب وګرزیده-څه اخلاکیات ،تاریخی واقعات،اواصطلاحات دعربودپاره تازه اوډیرجالب وو اوصدراسلام پرقرآنکریم تکیه درلوده په همدی سبب خلفاوواوعاموټولوعقیده درلوده چه هیڅ یوکتاب کریمه دویلووړندۍ اوداعقیده دخلفاووپه دورکی دمعاویه ترخلافته قایمه وه او قرآنکریم یی دټولو دینی کتابوناسخ بالۍ اوهم یی اسلام دټولودینوناسخ بالۍ دشرع ټولوپیشوایانوغیرله قرآنکریمه دټولودینی کتابومطالعه ممنوع ګرزولی وه – یوه ورځ محمد(ص)دحضرت عمر(رض) په لاس کی دتورات یوه ورقه ولیده دونه پقهرسوچه دقهرآساریی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x