
د فکرې جګړې لومړنی هدف ځوانان دي
مولوي محبوب شاه ساجد
د اسلام او مسلمانانو خلاف د فکري جګړي لومړني هدف مسلمان ځوانان دي ، په همدي خاطر باید ځوانانو ته دیني فکر ورکړل سي ، په دیني روحیه وروزل سي ، او د فکري جګړي د خطرونو څخه خبر کړل سي.
که داسي ونه سي نو د مسلمان ځوانانو څخه به نر ښځیان جوړ کړې او فکر به یی داسي ور خراب کړي چی نه به ددین په درد خوري ، نه د دنیا ، نه د خپلي کورنۍ او نه د خپلي ټولني او هیواد.
– داسي نسل به ور څخه جوړ کړي چي د حلالو او حرامو په نوم به څه نه پیژني او که یی پیژني هم نو هیڅ ارزښت به نه ور کوي.
– د ژوند هدف به یی یوازي عیاشي ، د میني تر عنوان لاندی نا مشروع اړیکې ، شهرت او په هره طریقه پیسي ډیرول وي ، دا که د دین ، ناموس ، وجدان او هیواد په قیمت هم وې.
– ناست به دلته وې ، خو فکر او خوا خوږي به یی د لندن ، واشنګټن ، پاریس ، مسکو او تل ابیب سره وي.
– د آزادۍ ، غیرت ، ناموس داري ، کلتور ، حیاء ، حجاب په نوم به هیڅ نه پیژنې.
– د قرآن او حدیث تر خبري به ساینسي موضوعاتو ته ډیر اهمیت ور کوي(اګر چه ساینس په خپل ذات او حد کي مفید او ګټور علم دی).
– د امام ابو حنیفه ، امام بخاری ، امام ابن کثیر او … تر وینا وو به د جان لاک ، ایمانویل کانټ ، سپینوزا ، ژان ژاک روسو انشټیاین ، سټیفن هاوکینګ خبري ته ډیر ارزښت ور کوي.
– د امانت ، اخلاص ، تقواء ، تعهد ، دیانت په نوم به څه نه پیژني ، خو په غوړمالې ، چاپلوسي ، دوه مخي او خطا ایستلو کي به یی نمره وړي وې.
– د زریړ خپل تاریخ ، قهرمانانو ، مبارزینو او څخه به سخت پرې او ناخبره وي.
– په خپل دین او کلتور به ملنډي وهي او په شرمیږي به.
– د هر ظالم ، طاغوت ، اشغالګر په وړاندې به په سلامي ولاړ وې.
– د کتاب د مطالعي او په اساسي شکل د درس د ویلو سره به یی سخته ورانه وې ، او ټوله هڅه به یی دا وي چي د نقل او واسطي په زور کوم دولتی منصب ته د جیب ډکولو دپاره ورسیږي.
– وطن ته خدمت به یی یوازی د خبرو او تش شعار تر حده وي.
– د غرب د هر څه به دومره سخت مقلد وي ، چي کچیري په غرب کي د اودس مات خوړل رواج سي او بیا غربي رسنۍ کمپاین ورته وکړې ، نو دغه ځوان به یی په ډیر خوند خوړل شروع کړي.
– د درس تر مصرف او وخت به یی د فیشن وخت او مصرف ډیر وي ، زیات وخت او مصرف به یی په میلو کي وی.
– تر کار به یی خبري او په خبرو کي اکټونه او لغت پرانې زیاته وي.
او…