افغانستان

جنرال رازق افغان سوداګر د رسنیو سره په غږ شریکولو ګواښلی

نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق افغان سوداګر حاجي عتیق الله کشر ورور له دې امله نیولی چې ولې یې له رسنیو سره د وهلو ټکولو خبر شریک کړی.

افغان سوداګر  حاجي عتیق الله وايي چې پولیسو نن /چنګاښ ۱۶مه/ د ده کشر ورور بېولی او تر دا مهاله یې له کوم جرم پرته په قومندانۍ کې بند کړی دی.

د عتیق په وینا دی د ورور د خلاصون په موخه  قومندانۍ ته ولاړ، خو هلته د  کندهار د اتمې حوزې قومندان قدرت د سخت غبرګون سره مخ شو. عتیق زیاتوي چې قومندان ده ته ښکنځلې کولې او قومندانۍ ته  دننه یې نه پريښودلو.

عتیق وايي چې د ده کشر ورور په دې موضوع کې بیخي دخیل نه دی خو پولیس قصدا د ده د ځورولو لپاره نیولی دی.

هغه زیاته کړه چې پولیسو ورته ویلي چې نن رسمیات خلاص شوي، ورور به یې شپه په نظارت خونه کې تېره کړي او سبا به یې دوی پر مسئله وغږیږي.

د  کندهار اتمه حوزه کې قومندان قدرت پرون /چنګاښ ۱۵مه/ افغان سوداګر په دې تور وهلی او ټکولی چې دوی ته یې قلنګ نه ورکاوه.

دغه پوسته کې تر دې دمخه عبدالودود جاجو و، چې د طالبانو په یوه سرتیري برید کې ووژل شو.

جاجو تر هغې وروسته د خبرونو سرټکی شو چې نوموړی د یوې پښتنې شاعرې (مینه انتظار) په کور د پولیسو سره واوښتلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x