ورزش

افغانستان کې د ښځينه کرکټ اړتیا څه او د چا په خوښه ترسره کیږي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ په یوه نوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ۲۵ ښځینه کرکټ لوبغاړو سره قراردادونه لاسلیکوي، او دغه خبر د کرکټ نړیوالې شورا پر خپله ټویټر پاڼه هم خپور کړی دی.

کرکټ بورډ وایي، له تېرو دريو اونيو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۴۰ ښځینو لوبغاړو لپاره د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړېدو په موخه د کابل په ملي لوبغالي کې تمریناتي کمپ پيل کړی و چې له ډلې یې ۲۵ لوبغاړې انتخاب او په نږدې راتلونکې کې به ورته د ادارې له لوري قراردادونه ورکړل شي.

خو پوښتنه دا راولاړیږي چې افغانستان کې د ښځينه کرکټ لوبغاړو ته اړتیا څه ده، د چا له لوري یې ملاتړ کیږي، ایا د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی توانېدلی د نارینه کرکټ چې یو وخت اوج ته رسېدلی و پرمختګ وکړي، که یې له یوې بشپړولو پرته د بلې تماشې پېلولو اراده لري؟

څو اونۍ وړاندې کرکټ بورډ د کابل په نړیوال لوبغالي کې د ښځو ترمنځ سیالۍ پېل کړې وې چې وخت تر وخته یې پر فیسبوک خپرولې خو ډیر کم موندل کېدل چې د کرکټ بورډ چارواکو او د کرکټ مینوالو ملاتړ ترلاسه کړي.

د کرکټ پخواني پوهان او مبصرین وایي، د کرکټ بورډ له ۹۰ سلنه زیات چارواکي او مسئولین د کرکټ بورډ د یادې پریکړې سره ههمغږي نه دي او نه غواړي افغانستان کې ښځینه کرکټ پېل او وده وکړي، خو په وینا یې عمومي مشر فرهان یوسفزی او ځینې کړۍ له سیاسي پلوه ددغه پروسې پراخ ملاتړي دي.

له يوې لورې تر دې دمه د افغانستان کرکټ بورډ له شاوخوا ۱۵ کالونو راهيسې ونه توانېد په سمه توګه دغه اداره مديريت او په شفافه توګه چارواکي او لوبغاړي انتخاب کړي، په داسې حال کې د ښځينه کرکټ سيالیو پېلول څه تاثر ورکوي؟

د کرکټ بورډ شنونکو، پخواني چارواکو او مطبوعاتي څانګو د مسؤولينو له خولې، د کرکټ بورډ اوسنی مشر فرهان يوسفزی چې د کرکټ په ښه او بد نه پوهيږي او نه هم په دې لړ کې کاري تجربې لري، په کال کې یوازې د کرکټ بورډ زیارت کوي خو نا اشنا پريکړو یې د کرکټ بورډ اداره له زوال سره مخ کړې ده.

د ښځینه کرکټ په اړه د یو شمېر کرکټ بورډ چارواکي، د ښځينه کرکټ روزونکي، پالیسي جوړونکي او داسې نور چې دغه کرکټ پر مخ وړي چوپتیا او خبرو ته نه حاضري هم دا جوته کوي چې پر یاده پروسه ناخوښ دي.

د کرکټ بورډ پخواني چارواکي او د ډیسپلن کمیټې پخواني مشر هستي ګل عابد څه موده وړاندې پر خپل فیسبوکپاڼه د ښځينه کرکټ سخت مخالفت ښودلی او دا یې د افغانستان د دود او عنعناتو خلاف عمل بللی دی.

هغه لیکلي: «د افغانستان اوسني حالات او د ښځو کرکټ هیڅ سره سر نه خوري مشکل به یې هلکانو ته ورسیږي».

په عمومي ډول په افغانستان کې ښځینه لوبې په هر بخش کې له اسلامي او اخلاقي پلوه زیاتره مینوال نه لري، خو ځینې سیاسي کړۍ د داسې پروسو ملاتړ کوي او چارواکي يې پر مخ وړي.

په دې اړه تر ټولو غوره بېلګه د ښځینه فوټبال لوبډله ده چې د فدراسیون مشر یې ښځينه لوبغاړو سره په بد اخلاقۍ، جنسي اړیکو او نور فساد تورن شوی دی او د فوټبال نړیوال فدراسیون لخوا پرې سخت بندیزونه لګېدلي دي، خو د زیات سیاسي ملاتړ له کبله تر دې دمه د افغانستان حکومت ونه توانېد نوموړی ونیسي او څارنوالۍ ته وړاندې کړي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي کارکردګۍ مختصره ارزونه:

له تېر نږدې یو کال راهیسې د افغانستان ملي لوبډلې هیڅ نړیوالې سیالۍ نه دي ترسره کړي په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د کرکټ نړیوالې سیالۍ په پراخه کچه پېل شوي دي.

د پاکستان کرکټ لوبډله اوسمهال د زمبابوې سره په خپل هېواد کې په سیالیو بوخت دی، ډیر ژر به د نیوزیلاند، سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ هم سیالۍ پېل شي. د هند او استرالیا لوبډلو ترمنځ سیالۍ به هم روانه میاشت پېل شي.

افغانستان لوبډلې روان کال یوازې یوه ټیسټ سیالۍ د استرالیا پر وړاندې درلوده چې هغه هم د کرونا وبا له کبله راتلونکې کال ته وځنډېده.

په کرکټ بورډ کې دننه ژور اختلافات، په تېرو دوه کلونو کې پنځه واره د اجرائیه مشر بدلېدل، له شپږیزې او لیست ای سیالیو پرته یو شمېر لیګونه او داخلي سیالۍ نه ترسره کېدل او یو شمېر نورې نیمګړتیاوې لیدل کیږي چې د فرهان یوسفزي اداري کارکردګي له سوال سره مخ کوي.

د شل اوریزو نړیوال جام او د اسیایي جام سیالۍ هم چې د کرکټ بورډ له لومړیتوب څخه و راتلونکې کال ته ځنډيدلي دي، خو له هغې وروسته کرکټ بورډ هیڅ زیار نه دی کښلی چې له FTP بهر لوبې برابرې کړي او نه هم په دې اړه د کومو خبرو څرک ښکاري، په داسې وخت کې به ښځینه کرکټ څه وده وکړي او څه اړتیا یې لیدل کیږي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

زه د ښځو د انسانی حقوقو د تأمین مخالف نه یم خو د دموکراسۍ او مدنی حقوقو د رعایت تر نوم لاندی ښځو خصوصاً پیغلو ته د نامحدودو او غیر ضروری او حتی مضرو آزادیو د ډګر پرانیستل د نړیوال صهیونیزم د شومو پلانونو یوه شومه برخه ګڼل کیدای سی. د نرانو د کرکټ لوبه څه جذابیت لری چی د ښځو لوبډله هم جوړیږی؟ اصلاً زموږ په وطن کی ډیری کړنی زموږ د مادی او معنوی جوړښت سره ( حد اقل نن ورځ) هیڅ تناسب او توازن نلری. له یوې خوا د سخت بدنی او فکری او عقیدتی او فرهنګی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x