ټکنالوژي

واټس اپ وایي ډير ژر به ستاسې لویه ستونزه حل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې واټس اپ اعلان کړی چې د کاروونکو لپاره داسې اسانتیا رامنځته کوي چې په مرسته یې په اتومات ډول هغه پيغامونه چې مهم نه وي حذف کړل شي.

د فیسبوک تر ملکیت لاندې واټس اپ ویلي، ډیر ژر به داسې ځانګړتیا معرفي کړي چې له مخې به یې کاروونکي وکولی شي نه غوښتونکي پيغامونه حذف شي، ددې لپاره به له کاروونکي پوښتل کیږي چې ایا دغه پيغامونه له ځان سره ساتي که په اتومات ډول له ۷ ورځو وروسته حذف شي.

واټس اپ په نړۍ کې له ۲۰۰ ملیونو زیات فعال کاروونکي لري، اوسمهال په دې کې پيغامونه په غیر مستقیم ډول ذخیره کیږي، د کورنۍ، دوستانو او خپلو خپلوانو پخواني پيغامونه لوستل ځانګړی احساس لري، خو یو شمېر داسې پيغامونه هم وي چې درته مهم نه دي او نه یې غواړئ له ځان سره وساتئ.

د واټس اپ شرکت وایي چې «له پيغامونو حذفولو څخه زموږ هدف ذاتي او شخصي خبرې اترې کول دي، ددې لپاره باید په موبایل کې پیغامونه د تل لپاره پاتې نشي چې د نورو سره د خپرېدو خطر لري، همدا لامل دی موږ غواړو داسې ځانګړتیا وړاندې کړو چې په مرسته یې نه غوښتونکي پيغامونه حذف کړل شي».

باید وویل شي چې فیسبوک وار له مخه دغه ډول ځانګړتیا وړاندې کړې ده، خو په دې لړ کې سنیپ چیټ لومړۍ شبکه ده چې کاروونکو ته یې دغه اختیار ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx