افغانستان

ننګرهار: ځانګړو ځواکونو يو محصل په خپل کور کې وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ځانګړو ځواکونو يو تن محصل په خپل کور کې وژلی دی.

راپورونه وايي چې تېره شپه د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې د صفر دوه ځواکونو په يوه کور چاپه اچولې ده او  د اسد ارمان په نامه يو تن محصل يې د خپل کور په انګړ کې وژلی دی.

اسد ارمان په ننګرهار کې د التقوی پوهنتون محصل و او له پوهنتون وروسته يې د درملو په يو شخصي شرکت کې کار کاوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ارمان له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره لاس نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې قابو يو کال وړاندې هم په دغه سيمه کې د صفر دوه ځواکونو د حاجي واقف په نامه د يو ملکي وګړي په کور چاپه ووهله او د هغه څلور زامن يې پخپل کور کې ووژل.

تر اوسه د ننګرهار ولايتي چارواکو د تېرې شپې د چاپې په اړه څه نه دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نظم نوین جهانی یو پلان د نړ یوال نفوس کنترول یا کمول دی ویل کیږی چه په ۲۰۵۰ کال کی به نړیوال نفوس دوه ځلی زیات شی چه دا به د نظم نوین جهانی استثماری او استعماری پلانو او مادی لاسته راوړنو د پاره ستونزه وی نو هغوی د همدی امله ټولی هغه وسیلی په کار اچولی چه انسانان په جنګو، ډول ډول ناروغیو ، هوا ککړتیا ، دغه ډول تروریستی وژنی ، د ښځو بی بنده وباره ازادی او د میړونو سره کم وخت تیرول او د شاقه کارو په واسطه د بارداری وړتیا له لاسه ورکول ،… نور لوستل »

طوطی

الله د مغفرت کړی ښکلی ځوان یی شهید کړی. الله د ټول مسلمانان له داسی ځناور څخه وساتی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x