ټولنیزه برخه

ای ښځو! د الله تعالی رضا د خاوند په رضا کې ده..!

محمد ناصر منصور

په (درة الناصحین) کې یوه واقعه نقل ده چې:
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کې یو سړی وو او جهاد ته روان وو، نو خپلې ښځې ته يې وویل: ترڅو چې زه بیرته تا ته نه یم راغلی، نو ترهغو به ته د کور څخه چېرته نه ځې.
څه وخت وروسته ددې ښځې پلار مریض شو، نو دې ښځې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته یو کس ور ولېږه چې زما خاوند چې کله جهاد ته تللو، نو ماته يې وویل چې د کور څخه به تر هغه وخته چېرته نه ځې، ترڅو چې زه بیرته نه یم راغلی، نو اوس زما پلار مریض دی، ایا زه د پلار پوښتنې ته د خاوند له اجازې پرته ور تللی شم؟!
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه کس ته وویل چې: دې ښځې ته ووایه د خپل خاوند خبره ومنه او د کور څخه د هغه بې اجازې مه ځه.
دې ښځې څو کرته بیا دا کس رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ور واستوه، لکن رسول الله همدا ځواب ورته وایه چې د خپل خاوند اطاعت وکړه او د پلار پوښتنې ته مه ځه.
نو دې ښځې هم د خپل خاوند اطاعت وکړ او د کور څخه ونه وتله، پلار يې مړ شو، لکن دې ښځې خپل پلار ونه لید، بلکې په دې کار باندې يې صبر وکړ، حتی چې خاوند يې راغی.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته الله تعالی وحې وکړه چې ما دې ښځې ته د خاوند د اطاعت په وجه مغفرت او بښنه وکړه.

د ابوبکر الصدیق (رضی الله عنه) څخه روایت دی چې:
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: کومه ښځه چې خپل خاوند ته په ژبه باندې ضرر ورسوي (یعنې ښکنځل، خرابې خبرې او بد الفاظ ورته وکاروي)، نو په دې ښځه باندې د خدای تعالی له لوري لعنت او غضب دی، او همدارنګه د ملائکو او ټولو خلګو له لوري پرې لعنت دی.
حضرت عثمان (رضی الله عنه) وايي چې:
ما د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) څخه اورېدلي دي چې ویل يې: کومه ښځه چې خپل خاوند ته داسې ووايي چې ما له تا څخه هيڅ خیر نه دی لیدلی، نو ددې ښځې د اوویا کلونو اعمال به الله تعالی ور برباد کړي، اګرکه دا ښځه د ورځې روژه نیسي او د شپې لمونځونه کوي.

د سلمان الفارسي (رضی الله عنه) د حدیث یو جزء دی چې هغه په دې حدیث کې وايي چې:
یوه ورځ حضرت فاطمه (رضی الله عنها) نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته راغله، کله چې رسول الله ورته وکتل، نو د فاطمې (رضی الله عنها) د سترګو څخه اوښکې راغلې وې او رنګ يې تغیر شوی وو.
رسول الله ورته وویل: څه دي تا لره اې لورې؟! (ولي دې ژړلې دي او رنګ دې ولي تغیر شوی دی؟!)
فاطمې (رضی الله عنها) ورته وویل: یا رسول الله! نن شپه ما او حضرت علي (رضی الله عنه) په خپل منځ کې ټوقي او خبرې کولې، نو یوه خبره زما د خولې څخه ووتله، د هغې خبرې په وجه حضرت علي (رضی الله عنه) راڅخه خفه شو، نو زه ډېره پښېمانه او خفه شوم.
ما ورته وویل: اې زما محبوبه! زما څخه راضي شه او زه دوه اوویا (۷۲) کرته په دهٔ باندې چارچاپېره راوګرځېدم، حتی چې حضرت علي (رضی الله عنه) راڅخه راضي شو او ماته يې په خوشحالۍ سره وخندل، لکن زه له خپل رب تعالی څخه وېرېدونکې وم (چې داسې نه د خاوند په خفګان، الله تعالی راڅخه خفه شوی وي؟).
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: اې لوري! زما دې په هغه ذات سره قسم وي چې زه يې حق پېغمبر رالېږلی یم، که چېرته ته د حضرت علي (رضی الله عنه) د رضا کولو څخه مخکې مړه شوې وای، نو ما به په تا باندې د جنازې لمونځ نه وو کړی.
بیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: اې لوري! ایا ته خبره نه يې چې د خاوند رضا د الله تعالی رضا ده او د خاوند خفګان د الله تعالی خفګان دی؟!
اې لوري! کومه ښځه چې داسې عبادت وکړي لکه عبادت د مریم بنت عمران (رضی الله عنها) او خاوند يې ترې راضي نه وي، نو الله تعالی ددې ښځې عبادت نه ترې قبلوي.
اې لوري! غوره عمل د ښځو لپاره د خاوند اطاعت کول دي. (الحدیث)

اې خویندو!
د خپلو خاوندانو خبره په ډېره مینه سره ومنئ، د هغوی اطاعت وکړئ، هغوی مه خفه کوئ، د هغوی سره ښه چلند وکړئ، که نه نو بیا به رب لایزال هم درڅخه ناراضه وي او ژوند به مو هم تریخ وي؛ ځکه چې هره ورځ به مو په کور کې غوبل جوړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

محترمه وروره «درة الناصحين» کتاب د اعتماد وړ کتاب نه دی، پر زياتو موضوع او ضعيفو احاديثو مشتمل دی. پر مېرمن باندي د مېړه د حقونو په هکله د احاديثو په معتبرو کتابونو کي ډېر صحيح احاديث سته، هغه بايد نقل سي.

بل کوم حديث چي راوړئ لومړی يې متن ليکئ . بيا يې مأخذ ليکئ او بيا يې ژباړه کوئ او استناد په کوئ.

اوسمهال خلک د بې سنده او بې مأخذه خبرو منلو ته زړه نه ښه کوي.   

غ.حضرت

تر دې خبری به تېر سو چی څنګه جعلی روایاتو او د ځینو علماوو! سلیقه ای څرګندونو له مؤمنانو څخه سمه لیاره ورکه کړېده. که د یو مؤمن مېړه ماندینه مؤمنه نه وی نو حُکم ئې بل دی او که د یو مؤمن مېړه ماندینه مؤمنه وی نو د دوو مؤمنانو تر منځ خو د رضائیت او خوښۍ ادامه د طرفینو ( مېړه او ماندینې دواړو ) انسانی او شریعی او اخلاقی مکفیت دی. دا د عقل او حق خلاف تفکر دی چی یوه ماندینه باید د مېړه رضائیت ته وهڅول سی خو مېړه د ماندینې د رضائیت مقولې ته… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

منصور صاحب ! الله ج دی لوی لوی اجرونه درکړی، نن اوه بیلونه خلک ټول د میړه او میرمن څخه زیږول شوی میړه او میرمن د کورنی او بشری ټولنی لمړنی خختی دی که د دوی ترمنځ ښی اړیکی او خوش خلقی، اطاعت، مینه او شفقت نه وی ، اولادونه یا نوره کورنی، خپل خپلوان ، دوستان او ګاوندیان به یی هم ورسره خوشاله نه وی د یو بل سره همکاری او ورولی ته به د پای ټکی کیښودل شی . مشر او کشر امیر او مامور باید معلوم وی حتی که دوه کسان ( میړه او میرمن ) هم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x