افغانستان

کابل ښار کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د افغانستان بانک کارمند یما سیاوش د کابل ښار په  نهمه ناحیه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د نهمې امنیتي حوزې اړوند څلورم مکروریانو سیمه کې پر یو کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې په نښه شوی موټر په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې پخوانی خبریال او د افغانستان بانک اوسني کارمند یما سیاوش په ګډون ددې یانک ۳ تنه مامورین وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې له چاودنې وروسته په موټر کې اور بل شو او په کې دننه سپرلۍ یې وسوځېدلې.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او په دې اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

یما سیاوش چې پخوا د طلوع نیوز ویاند او د سیاسي خپرونو چلوونکی پاتې شوی، په دې وروستیو کې د کابل حکومت سره دنده پیل کړې او د افغانستان بانک کې مامور ؤ.

د ولسي جرګې غړي او د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش هم رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې نن سهار د مقناطیسي ماین چاودنه کې د هغه ورور وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا نو د مظلوم مګر د مجاهد ولس څبیړه ده چه وخت ناوخت یی د نجیب د برخه لیک سره مخ کوی مګر دا هم کیدی شی چه دی خلکو ډیرو عادی افغانانو ته هر ډول ستونزی او بی حرمتی اړولی کیدی شی چه د کومی بی حرمتی او دشمنی ښکار ښوی هم وی مګر زیات احتمال همدا چه دا سړی به نه یواځی د طلوع او بانک مامور بلکه د اشغلګرو یا د غنی جاسوس هم وو شاید ډیر افغانان یی جیلونو او اعدامونو ته سوق کړی هم وی نو زیات فکر کوم چه د دی وژنی عاملین به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x