نظــر

تبليغاتي تيارو کې ګير ځلاند

شفيع اعظم اورياخېل

زه یې وينم چې دا ډیره موده زموږ ټولو سترګو وړانډی ډاکتر ځلاند خلاف په پراخه کچه منفي تبليغات روان دي.

پښتانه وایي مېړه مړ کړه میړانه یې مه وژنه. زه دا منم چې ځلاند انتهایی تند، سخت ژبی او ياغي باغي ټيپ لري.

په همدی مورد، طرز تفکر او ځينو نورو مواردو کې ورسره شخصا زه او نور ملګري هم ځيني مخالفتونه لرو. ډیر ځله چې مجلس کې برابر شو نو شور مو شي. بله ستونزه یې داده چې قطعا د چا مشوره نه مني او به ذات خود يو بل دوهم مفکر دی.

مجلس کې چې نظر وړاندې کړي او څوک یې چې رد کړي بيا نو هغه سړی ورته بيخي ناپوه ښکاري. زموږ خو يار دی هغه لحظه یې خبر ومنو خو وروسته ورته وایو چې کينه بابا خوشې شېر او دبړه ماري دې روانه کړی. بيا ښه دی جدي یې نه اخلي په خندا شي او خندا کې یې سترګې ورکې او د هزاره ګانو نوی ورژن اندړ شي.

مګر خدای ګواه نيسم چې صميت، نرتوب، رحم دلي، سپين ګویي، وطنپالنه، زړورتوب او په نره مبارزه کی يو بې جوړې انسان دی. همدا ياغي باغي توب او لېونتوب یې ښایي د ښکلا ځانګړنه وي.

ځلاند زموږ تاسې پڅېر مور، خواږه بچي او خواهشات لري. ترې خبر یم ډیرو هیوادونو کې ورته د ښه ژوند زمينه مساعده ده او شاهد یم چې وطن سره مينه لري او کله چې له بهرني سفر نه وطن ته راځي هغه ورځ له ډیرې خوشالۍ يو خاص پړک اخیستی وي. ډير ځله ورسره نږدې او لرې يارانو بد کړي، ناسم تبليغات یې کړي مګر کله یې چې څوک ور ياد کړي د غچ او کسات فکر نلري، وایي پرېږده یې خپله به پوه شي.

نن یې چې په اړه څه خپرېږي او اورم باور وکړئ ورته هک پک شم. دا ناځواني ده، ظلم دی او کوم ځلاند چې زه له نږدې پنځلس کالو پېژنم هغه داسې ندی لکه تصوير یې چې وړاندې کېږي.

همدا یې د نر مزاج ښه بېلګه ده چې بار بار حکومت کې ورته د لوړې څوکې او امکاناتو وړانديز کېږي خو د خپلو ارزښتونو او باورونو په پار ورته د رد ځواب ورکوي او پوزیشن پر ځای په اپوزیشن کې سياسي مبارزې ته ادامه ورکوي.
دې ځينو ته حیران شم چې وا خلکو همدا پوزیشن او اپوزیسیون خو د همدې جمهوريت اساس تشکيلوي نو ولې یې تاسې د جمهوريت علمرداران پښې وهئ او په سلو ناحقه تورونو یې بدناموئ؟

دا په ايمان وايم چې موږ په افغانانو او خصوصاً پښتنو کې د ځلاند پڅېر ځوانان ډیر لږ لرو‌. پدې کم عمر زما مخکې ډېر د قام او وطن دعوه دار ځوانان اوښتي را اوښتي خو حکومت چې ورته د يوې وړې څوکۍ او امتياز وړانديز کړی نو په سبا یې د پرونۍ خبرې او دريځ خلاف يو سلو اتيا درجې قبله اړولې.

زموږ سياسي ماحول همداسې ګنده ګيرۍ او سست عنصرۍ نيولی نو يو نر چې ثابت دريځ را کې پیدا شي بيا یې ټول په سلو ناوړو ټاپو رنګ کړو.

له تبليغاتي منحرفو کليپونو او دوسيو هاخوا که ریښتیا څوک څه ثبوت لري چې ځلاند د قام، وطن، ملت او ديني ارزښتونو خلاف له خپلو يا پردو سره معامله کړې اول یې زه خلاف ګريوان ته لاس اچوم.

که ثبوت نه وي په ناحقه يو څوک زموږ د سترګو وړاندې په هغه تور سنګساریېږي چې نه یې وي کړی؛ د داسې ډرامې او نندارې زغم شنه ناځواني او له پښتو وتلې ډمامه ده.

ته يو ملګ سړی یې، لاچي لونګ سړی یې
ته به په زمکه ناست وې، ته د پالنګ سړی یې
زما نظر دې مني، زما باڼه دې مني
لالا نو نه یې منم، لالا چې نه دې مني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

«بله ستونزه یې داده چې قطعا د چا مشوره نه مني او به ذات خود يو بل دوهم مفکر دی. مجلس کې چې نظر وړاندې کړي او څوک یې چې رد کړي بيا نو هغه سړی ورته بيخي ناپوه ښکاري.» خو څوکاله مخکي يې په يوه غونډه کي د طالبانو پر ضد فارسي ويله. يو چا يې فارسي ور رد کړه، مګر ده بيا هم نه پرېښووله، اما هغه کس هيڅ پرې نه ښود، له دې امله په غونډه کي شورماشور جوړ سو، داسي ښکاري چي د دغه کس خبري يې منلي وي، ځکه له هغې ورځي راهيسي په سل… نور لوستل »

عبدالواحد

په پښتوکی متل دۍ وایی:خدایه یادی پوهولۍ نه وای یادی غولام کړۍ نه وای،دپوه ژونددناپوهانوپه منځ کی عذاب دۍولی چه ناپوهان تردووخبروزیات یاداښت نسی ساتلای وایی سل خبری دهوښیادبعقل یوچک دی هغه سبب دغه دۍ چه دهغوتیردلیلونه په ذهن کی نه پاتیږی – زه ځلاندصاحب ته مشوره ورکوم چه په موجوده ملحد حکومت کی حق ویل ستادمرګ سبب ګرزی درواغ ویل ګناه ده لیکن هررشتیا ویل خطره ده قرآنکریم پرمایی:که دمرګ خطره وی درواغ ویل روادی،داسی پوهوځوانانوته ملک سخت ضرورت لری ځان له خطره وساته ،بل قرآنکریم په ترجمه ووایه اوهرچیری چه حکمونه مخ ته درځی په یادیی کړه داسی… نور لوستل »

A saeed

څلاند صاحېب دی حق ته ادامه ورکړی او دهغو ده ړانده ضمېر څېشتنانو ته غوږ نه سی . حقه وېنا ستر جهاد ده جهاد کونکی مجهاهد او حقېقی مجهاهدېن په دنېا او اخرت غزتمند دی.
نو څلاند صاحېب ته له رب کرېم څخه اجرونه او په حق استقامت غواړو.

الحاج استاذ بیانزی

ډ ځلاند صاحب په اړه زما ارزونه : د ځلاند صاحب د ارزونی دمخه باید د ځلاند صاحب د ارزونو یادونه او ارزونه وکړو چه هغه د چا سره مینه او د چا سره کرکه لری؟ ګران هیواد اشغال شوی او اشغلګرو غلامه اداره د خپلو استعمار ګټو د خوندی کولو او لاسته راوړلو د پاره ګمارلی او هغوی یی په ډالرو تر بوزو پړسولی د غربی او عربی سرمایدارانو په قطار کی شمیرل کیږی، څه یی د قراردادو په ورکولو او څه یی د مظلوم ولس په استثمارولو او د زمکی لاندی باندی ذخیرو په لوټ کولو او داسی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مخکی تبصره اوږده شوه ځکه می بله تبصره کی خپلی پاتی خبری لیکم هو، ځلاند صاحب تر دی دمخه نشنلستی تار و بود درلود ،څه برخه یی تر اوسه هم لری یعنی نشنلستی یا پشتیزم کی یی غړیتوب درلود او لا د هغه روحیی څخه تر یوی کچی متاثره وو . نشنلستی منحیث وطن دوستی نه یواځی جواز لری بلکه ثواب لری هیواد زمونږ لوی ټاټوبی دی د ټآټوبی دفاع د هر ذیروح دنده ده حتی مرغان او نور حیوانات حتی نباتات هم په ځانګړی چاپیریال کی خوشاله وی او نه خوشوی چه څوک یی له هغه ځایه بیځایه کړی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x