نظــر

نړيوالتوب (العولمة/Globalization)«لومړۍ برخه»

م. نورالله عزام

د نړيوالتوب مفهوم:
نړيوالتوب د انګريزي ژبې له (Globalization) څخه ترجمه شوې يوه نوې اصطلاح ده، په عربي ژبه کې ورته (العولمة) وايي چې له عالَم څخه اخيستل شوې او د يو شي نړيوال کولو په معنی ده، غالبا له هغې اصطلاح سره سمون خوري چې وايي: (Globale Village) د نړۍ يو کور( ).
د عولمې د نوي اصطلاح په اړه غربي او اسلامي ليکوالانو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي؛ خو په عامه معنی دا چې ټوله ځمکه د زور واکو قوتونو تر تسلط لاندې يوه نړۍ کېدل او تر يوې واکمنۍ لاندې د يوه تمدن په څېر پکې داسې ژوند کول چې کمزوري خلک خپل دين، عقيده، فرهنګ، اقتصاد او ټولنيز ژوند د ځواکمنو هېوادونو تر اغېز لاندې تېر کړي( ).

عولمه په حقيقت کې ديهودي او امريکايي استعمار، استثمار او استشراق هغه فکري او اقتصادي خوزښت دی چې د امريکا متحده ايالات يې قيادت کوي او هدف يي په ټوله نړۍ کې اقتصادي، سياسي، فرهنګي، ټولنيز، ديني، قومي او وطني امتيازات له منځه وړل او د امريکا او اسرائيلو له اهدافو سره سم نوی پانګه وال نظام پلي کول دي( ).

د نړيوالتوب پلويان پر رسنيو ډېر تمرکز ساتي او غواړي له همدې لاري په ځانګړې توګه اسلامي ثقافت له منځ يوسي او پرځای يې غربي فرهنګ پلي کړي، د دې لپاره د (Global Culture) (نړيوال کلچر) اصطلاح هم کارول کيږي، همدې کلچر اوس له لوېديځه تر ختيځه د نړۍ پر ډېرو هېوادونو پراخه اغېز کړی دی.

د نړيوالتوب تاريخي ريښې:
د عولمې يا نړيوالتوب د تاريخ په اړه بېلا بېل نظرونه شته، ځيني وايي چې نړيوالتوب په نوولسمه ميلادي پېړۍ کې هغه مهال پيل شو چې غربي استعمارګرو آسيا او افريقا اشغال کړل او بيا يې د اروپا اوسني پانګه وال نظام پر بنسټ نړيوال اقتصادي تړونونه وکړل او ټولې نړۍ د يوه کور بڼه خپله کړه. ځيني بيا وايي د نړيوالتوب اصطلاح په (۱۸۱۵ م) کال کې په لومړي ځل د اترش لومړي وزير (ميټري نيخ) وکاروله، بيا په (۱۹۶۸م) کال کې مشهور غربي ليکوال مارشل ماکلوهان په خپل کتاب (په نړيوال کلي کې جګړه او سوله) کې نوې کړه او بيا تر دويمي نړيوالي جګړې وروسته د جګړې ګټونکو متحدينو تجديد کړه( ).

د نړيوالتوب څلور ډوله ډګرونه:
1.سياسي نړيوالتوب.
2. اقتصادي نړيوالتوب.
3.ټولنيز نړيوالتوب.
4. فرهنګي نړيوالتوب.

لومړی: سياسي نړيوالتوب:
کله چې په شپاړسمه ميلادي پيړۍ کې اروپايانو شمالي امريکا کشف کړه؛ نو د اروپا زياتره وګړي دې وچې ته ورکډه شول او هلته مېشت د امريکا اصلي هستوګنو (Read Indian) سره هندوانو دوی ته ځای ورکړ او مرسته يې ورسره وکړه، خو کله چې اروپايان پر خپلو پښو ودرېدل او هلته يې اقتصادي پرمختګ وکړ؛ نو د امريکا پر اصلي هستوګنو يې جګړه پيل کړه، هغوی يې سخت وځپل، شاوخوا (۱۸) مليونه يې ووژل او پاتي نور يې په ځانګړې سېمه کې کلابند کړل( ) تر دې چې ټوله امريکا د اروپايانو په ولکه کې راغله، هلته د اروپا مختلف قومونه مېشت شول او بيا دا لويه وچه د برتانيې يوه مستعمره وګرځېدله، امريکايانو تر ډېره وخته برتانيې ته ماليه ورکوله، خو بالاخره جارج واشينګټن په امريکا کې د اروپايانو پرضد تحريک پيل کړ او امريکايان يې د دوی په خلاف را وپارول چې په (‍۱۷۷۲م) کال کې يې له برتانيې څخه ازادې واخيسته او امريکا يې يو مستقل رياست اعلان کړ، د وخت په تېرېدو د دې وچې ټول ايالتونه سره متحد شول او هلته يې يو قوي دولت جوړ کړ او بيا يې په (۱۹ مه) ميلادي پيړۍ کې خارجي اشغال ته ملا وتړله، پرجاپان، فلپين، کيوبا، کمبوډيا، ويت نام، لبنان، ليبيا او نورو هېوادونو يې بريدونه وکړل.

په (۱۹۴۵م) کال کې په دويمه نړيواله جګړه کې امريکا دجاپان پر دوو ښارونو (هېروشيما) او(نګاساکې) باندې ايټمي بريد وکړ، له دې وروسته امريکا په نړۍ کې د يوه ستر ځواک په توګه راڅرګنده شوه، ډېری شتمنو يهودانو امريکا ته کډه وکړه او د امريکا پوره ملاتړ يې وکړ، امريکايانو د يهودي پانګه والو په مرسته په (۱۹۴۵م) کال کې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې بنسټ کېښود او د هغۀ منشور يې اعلان کړ او بيا يې له اروپا سره دګډو مصلحتونو په خاطر د ناټو اتحاديه هم جوړه کړه.

نوی نړيوال پلان (New World Order):
په (۱۹۹۱م) کال کې په افغانستان کي د شوروي اتحاد له ماتې او د کمونيزم نظريې له ختمېدو وروسته په غربي قطب کې امريکا تر ټولو ځواکمن هېواد په توګه پاتي شوه او په نړۍ کې د يوازيني قوي قطب په توګه وپېژندل شوه او په پوځي، اقتصادي، فرهنګي، رسنيز او استعماري ډګرونو کې تر ټولې نړۍ وړاندې شوه، تر دې وروسته امريکا او متحدينو يې هڅې پيل کړې چې د نړۍ نوابي ترلاسه کړي، په همدې موخه يې په (۱۹۹۱م) کال کې په امريکا کې د نوي نړيوال پلان (نيو ورلډ آرډر) ترعنوان لاندې يوه غونډه تر سره کړه چې په هغې کې د امريکا د نړيوالتوب پلان اعلان شو. معنی دا چې په دې سره امريکا په نړۍ کې د نړيوالتوب ټيکه په غاړه واخيسته او دا جواز يې ترلاسه کړ چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې امريکا هرڅه وغواړي هغه کولی شي، پر ډېرو هېوادونو يې بريدونه وکړل، کله په دې پلمه چې د کمزورو ولسونو ملاتړ کوي لکه پر (کوسووا) او (يوګوسلاويا) چې يې بريدونه وکړل، هلته يې په سلګونو زره الباني مسلمانان ووژل او له خپل وطن څخه يې کډه کړل، او کله په دې پلمه چې د نړۍ ناپوهي او يا ترورستي ډلې له منځه وړي لکه هغه وحشت چې په افغانستان، عراق، فلسطين، ليبيا او يا نورو هېوادونو کې يې وکړ او يا يې کوي، همدا اوس امريکا پر افغانستان، عراق او سوريه هره ورځ سلګونه بمونه غورځوي، د دغو هېوادونو لسګونه زره مسلمانان يې په شهادت ورسول، کورونه يې ورته ويجاړ کړل او هېوادونه يې اشغال کړل؛ خو نور مسلمانان داسې ورته ګوري ته به وايي چې د مرګ بې هوښې پرې راخپره ده( ).

لنډه دا چې امريکا او ټلوالي يې د سياسي نړيوالتوب په مټ په نړۍ کې اسلامي نظامونه، قوي دولتونه او پر قومي او وطني بنسټ جوړ هېوادونه له منځه يو وړل، ځواکمن دولتونه پرکمزورو دولتونو غالب شول، او د سياسي نړيوالتوب لويي لاسته راوړنې دا وې چې په نړۍ کې يې سړه جګړ ختمه کړه، شوروې اتحاد ماتي وخوړله، سياسي تعدديت ختم شو او د اسلامي ختيځ پوځي قوت له منځ ولاړ او ځيني داسې اتحاديې رامنځ ته شوې چې کوم ځانګړي حدود نه لري او د عقيدې او اقتصاد پر بنسټ ګډ مشترکات او ګډ منافع لري او د نړۍ ټول هېوادونه يې تر اغېز لاندې دي، لکه ملل متحد او د ناټو اتحاديه او د دې ترڅنګ پر نړۍ د امريکا دبدبه هم رامنځ ته شوه( ).
نور بیا…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx