نظــر

یو بام دوې هواوې؛ یو ښار دوه نرخونه

عبدالغفار سربڼ

ما چیرې په قصو کې اوریدلي وو چې ځینې په یوه سترګه خاندي او په بله سترګه ژاړي خو دا چې په یوه بام دوه هواوې وي او په یو ښار کې نرخونه دوه شي د سترګو په سر وینم.

کابل ښار کې زمونږ ډیر مظلوم او پتمن وګړي ژوند تیروي چې دا ۴۰ کاله یې زښت زیات هسکې ټیټې، ساړه او تاوده لیدلي دي.

ماته دا عجبه ښکاره شوه چې دوی څرنګه په هغو چلونو نه دي پوه شوي چې د دوی پر سر د دغې حاکمې ادارې له خوا لویه لوبه څه چې قمار روان دی.

اخر د کابل خلکو لپاره دې ادارې حتی په دې لسېزو کې  په دومره ډالرو کې د صحي اوبو او برق سرشته ونه  کړه.

غله او کیسه بران او سوټي په لاس خو دوی هره ورځ داسې زوروي چې ګواکې خلک د دوی غلامان دي خو د ادارې پولیس او امنیت ګرداګرده پنجابي لټوي.

خیر دوی چې هر څه کوي په دواړو دنیاګانو کې به خپله خپل ځواب ورکوي، زما ګیله د کابل  له میشته وطنوالو نه ده چې سره له دې چې دغې ادارې له دوی سره دومره جفا او دوه مخي کړې ده او دا شل کاله یې د دوی پر سترګو ګرد پاشلی نو ولې لا تر اوسه هم د دغو بد مرغو غدارو مزدورو پر قدرت مینو  درواغجنو چارواکو پر خبرو غولیږي.

ولې دا ورونه دا هیر کړي چې دوی خو دغې ادارې ته کله رایه ورکړي او حتی د کابل خلکو هغه ټاکنې چې ګواکې دوی د هغې له مخې دا چوکۍ تر لاسه کړي بایکاټ او رد کړل نو هلته خو خلکو پر دغو مزدورانو  خپل باور بيخي له لاسه ورکړی وو نو اوس د دوی په درواغو ولې باور کوي، ولې نه راوځي اعتراض ته او ولې  په دې حقیقت نه پوهیږي: د يوې حقوقي مقولې له مخې:
کله چې د حاکم نظام په قلمرو کې قتل یا غلا یا بل کوم جرم سرته ورسیږي که د هغه جرم مجرم پيدا نه شي یا ونه نیول شي د هغه جرم فاعل او مجرم حاکم دولت پخپله دی. استثنا بيخي کمه ده.

پارسي کې مثل دی وایي دانه (ګدن) مرغۍ وخوړل خو جزا مړز (بودنه) ته ورکړل شوه.

دا وطنوال باید دا سوال که له حاکم نه نۀ شي کولی له ځان نه خو يې کولای شي چې پوهنتون برید، د اهل تشیع پر مکتب پر دشت برچی او نورو مرکزونو باندې دا حملې د امارت اسلامي سیاسي او نظامي او ډیپلوماتیک هویت او بین المللي حیثیت ته څه فایده رسولی شي بې له ضرر نه.

که کوم مرموزه حادثه او یا جنایت په دنیا کې پيښيږي یو ډیر اسان فورمول شته دی چې د هغې په مرسته په سمه توګه د هغه جنایت تر سره کوونکي پيژندل کیدلی شي هغه داسې چې:

د یادې حادثې یا جنایت فایده یا ضرر چاته رسیږي، هر چاته یې چې ضرر یا ګټه رسیږي بس یوه خوا د هغه جرم کوونکی او بل طرف باندې اتهام او تور لګیدلی.

بل د افغانستان په دې ۴۰ کلن تاریخ کې تل یوه خوا تور لګوي. نو ای د کابل ښاریانو حد اقل یو وار دا شک پر تور لګوونکي وکړئ او وګورئ چې ایا له دغو بریدونو نه دوی ته ګټه رسیږي که زیان.

څلویښت کاله دغه مزدوران کله روس کله امریکا او کله ګاونډیان په دې بهانه چې دلته ترقي، علم او دموکراسي په خطر کې ده د خواخوږۍ او خپلې مرستې له پاره رابللي نو اوس هم دوی هر جنایت تر سره کوي تر څو هم د هغوی حمایت او مداخله او خواخوږي راجلب کړي او هم امارت اسلامي د مکتب علم او ترقي خلاف یوه ډله نړۍ ته وروپيژني.

اخر دوی خو په دې کار کې اوس مسلکي او فني شوي تر څو د قدرت د ساتلو له پاره د خپل د خلکو د سرکوب له پاره له ټولې نړۍ سره تړونونه لاسلیک کړي او وطن د ۵۰ کاله له پاره پر دوی وپلوري.

اخر بیدار شئ! دا چارواکي ستاسو قاتلان دي.

تاسې خو لا ښه پوهیږئ چې حتی یوه وعده هم چې دغو چارواکو له تاسو سره او له نړیوالو سره کړې ده دوی نه ده تر سره کړې، درواغ ویل ددوی مسلک دی.

هغه زما د یو ملګري ټوکه رایاده شوه چې ویل به یې ځینې خلک هغه وخت رښتیا وایي چې درواغ بيخي پيدا نه کړي، خو دوی خپله درواغ جوړوي.

دا خو اوله ګیله وه خو دوهمه ګیله مې لا جدي ده، د الله له پاره حد اقل دومره بیتفاوتي او بې احساسي خو هم نه ده په کار چې فقط هغه مرګ ژوبله وژاړو چې په ښار او فقط په کابل کې پيښه شي خو پر هغه په زر هاو پيښو باندې سترګې پټې کړو کوم چې دا شل کاله په ګوډ ګوډ کې په هر کلي کې پېښې شوې دي.

ځان ته څرنګه قناعت ورکولی شې، زه بیا دا خبره کول غواړم چې دغه چارواکي پر چا رحم نه کوي اوس دغه دی دوی پر تاسو شروع کړې تاسې د خپلو ناولو ګټو له پاره قرباني کوي.

عربي مقوله ده ان الحکم عقیم معنای داده چې قدرت شنډ وي مور، ورور، خور او پلار نه پيژني او د دوی قدرت حقیقتا بیرحمه دی.

اوس زما پوښتنه داده:
د ناټو د بمبارد او وژنو قربانیان سلهاوو زرو ته رسیږي خو زه د نمونې په توګه لاندې پيښو ته اشاره کوم.

کندز کې د جرمني منصبدار په لارښونه د امریکې په بمبارد کی ۱۴۵ ملکي افغانان چې د تیلو له تانکر نه یې تیل اخیستل قتل عام شول ۹۰ نفره کوچنیان وو.

د کندز خان اباد مدرسې باندې د ناټو بمبار او ډرون حمله ۱۱۰ کوچنیان تر ۱۴ کلن قاریان او لس تنه معلمان شهیدان او زخمي شول.

له ۲۰۰۳ -۲۰۱۸ پورې له سلو ډېرې جنازې او له ۹۰ زیات ودونه بمبارد شوي.

یو امریکایي عسکر ۱۶ افغانان په یوه شپه کې ووژل تر اوسه نه ده معلومه چې چیرته دی.

اوس زما دا سوال دی چې دا پيښې په بین المللي میډیا کې پيژندل شوې حادثې دي ایا ددغو پيښو په هکله ولې دومره خواخوږي نشته.

له پردیو نه ګیله نه شته تاسې خو وطنوال یاست، دین مو یو، دوست مو یو، دښمن مو یو هوا او اوبه او ځمکه مو یوه ده، ولې ستاسو زړه پر دوی داسې نه خوږيږي چې د دوی زړه پر تاسو خوږیږي‌.

د کوم کافر ظالم او پر اخرت باورمن انسان به پر داسې تنکیو ځوانانو زړه درد ونه کړي لکه دا چې په پوهنتون کې تباه شول.

همدغسې کوچنیان، ځوانان، میندې، خویندې او سپين ږیري او حتی څاروي او پوره کلي دا شل څلویشت کاله تباه کيږي خو نه کومه بین المللي محکمه، نه ملګري ملتونه او نه اسلامي هیوادونه او یا عربي اتحادیه ددغو خلکو فریاد اوري.

حد اقل تاسې خو دا زخم او درد ورسره ګالئ اوس خو د خلکو څنګ کې ودریږئ.

پرته له الله نه دا خلک د چا مخې ته خپل عرض او شکایت وکړي.

منصف انسان چې پر عدل باور لري دوه ګوني قضاوت نه کوي پر ظلم سترګې نه پټوي.

د محصلینو وینې سور رنګ او د مدرسو د طالبانو وینې تور رنګ نه لري اوله حادثې باندې دومره چیغې او واویلا خو په ورته پيښو باندې اصلا سترګې پټول.

ځینې ظالمان بیا د مدرسې د شاګردانو وژل حتی روا ګڼي یا دا چې پر مدرسو مسخرې او تورونه لګوي.

دا د باوجدانه سړي چار چلند نه دی.

د حق او باطل د فرق یو معیار دی، هغه چې د ظالم څنګ کې ولاړ دی باطل ته یې غاړه ایښودلې او هغه چې د مظلوم خواکې دریږي هغه د حق بیرغ پر اوږو وړي. الله نه ځان ته او بیا نورو ته  د هدایت سوال کوم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x