نظــر

په کندهار کې ښوونځی چا او ولې وران کړ؟

سیدسعید (اغاجان)

د تعلیمي مراکزو(مدرسو،ښونځیو او پوهنتونونو) ورانول  که د هرچا له لوري وي یو لوی جنایت دی.

په کندهار ښار کي د اقراء برنامې د یوې ښوونځۍ په بمونو الوزول هغه پیښه ده چې د کابل ادارې د چارواکو او مزدورو رسنیو له خوا په دې هدف  لاس په لاس کیږي چې ګواکې دا کار طالبانو کړی دی، خو دوی په دې نه پوهیږي چې د افغان ملت اکثریت اوس پوهیدلی او د حکومت او مزدورو رسنیو په درواغو نشي دوکه کیدلی او نه هم هرې پیښې ته د دوی په عینکو کې نه ګوري.

اوس به راسو دې ته چې دا ښوونځی چا او ولې وران کړ؟

پیښې ته په کتو دا خبره له ورایه څرګندیږي چې په کندهار کږ د ښوونځي په بمونو الوزول د هغو  قراردادیانو او کميشنکارانو کار دى چې په ډيرو پيسو داسې بې کيفيته ودانۍ جوړوي، بيا غواړي خپلې پیسې غلا کول او بې کیفیته کار کول پټ کړي او  په یو کيلو باروتو باندې هغه بې کيفيته ودانۍ دړې وړې کړي تر څو د دوی بې کیفیته کار پکښې ورک سي،  بيايې پړه پر طالبانو ورواچوي، وزارت ته د مکر څخه ډکې خبرې کوي او وايي چې ماخو ښوونځی  په ښه کيفيت جوړ کړی وه، خو طالبانو وران کړ اوس زموږ پيسې راکړه.

که تاسو د همدې وران سوي  ښوونځي انځورونو ته وګورئ؛ د ښوونځي د حالت څخه  معلوميږي چې غیر معیاري  جوړه شوی دی، تاسو خپله فکر وکړئ چې  دې قراردادي به په کومو موادو جوړولو دا پروژه اخستې وي او اوس یې په کوم ډول  موادو جوړ کړی دی؟

د دې ښوونځي د قراردادیانو دا کړنه خپله د  همدې اقرأ برنامې یو کارمند چې  عابد خان نومیږي دا ډول واضح کوي، دی وایي:

اصلآ کيسه دلته بله ده:
زه د اقراء برنامې کارمند يم، دا چې ددې ښوونځي  په ساختار کې په کافي اندازه  فساد شوی نو قرادادي او ورسره د قندهار ولايت د ولسي تړون ملي پروګرام  PMU  ولايتي دفتر د خپل شرم پټولو لپاره دا کار کړی.

چې تاسو يې عکسونو کې ګورئ چې د سيخ او لينټر پر ځای يې چوکه او ګاډر لګولي.

اصلآ د اقرأ برنامې هيڅ ښوونځی په ټول هيواد کې د پروپوزل مطابق داسې نه جوړيږي.

په ننګرهار کې هم اقراء برنامه سمه وشرميدله چې د ارګ څخه  واخله د شورا غړو پورې پکښې فساد کوي.

څوک دې يې بده نه مني اصلآ دا فساد د ارګ څخه پکښې روان شوی او د هغوی خپله فيصدي پکښې ده.

درنو لوستونکو له ټولو خبرو څخه دا نتیجه ترلاسه کیږي چې دا ډول کړنې اکثره وخت پخپله حکومت د طالبانو د بدنامولو لپاره کوي خو دا د کندهار د ښوونځي ورانول په ډیر احتمال سره د  قراردادیانو  کار دی چې بې کفیته کار یې کړی دی،  پیسې یې  په جیب کې اچولي اوس یې   ښوونځي ته انفجار ورکړی تر څو په دې ډول ځان له مسؤلینو خلاص کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ستاسوفرموده په تمامه معنی حقیقت لری،زه دظاهرشاه په حکومت کی دقندهاردمیخانیکی لیسی دلیلی معلم سوم دبوټوقراردادی دخنجک وچوبوټوقراردادکیلوپه څلوافغانۍ کړۍ وودوی لارۍ دتوتوریښی یی چه یوه نیمه افغانۍ ارزښت یی په بازارکی درلودلیلی ته راوړی ماورته وویل دانه تسلیموم مدیردمکتب ټلیفون راوکۍ چه تسلیم یی که ماانکاروکۍ مدیرمعارف عبدالعلی خان ټلیفون راوکۍ چه تسلیم یی که ماانکاروکۍ بیرته یی یووړل لږموده وروسته دورجوقراردادی دیرش خرواره پاکستانۍ ورجی راوړی چه په بازارکی قیمت دیرش افغانی وو ماته د بغلانیوورجوپه بوتل کی مهرسوۍ سمپل په ۹۰-افغانی قراردادسوی پروت ووبیاماانکاروکۍ مدیردمکتب اومدیر معارف ټلیفون راوکۍ چه تسلیم یی که ماانکاروکۍ زمابی تسلیمۍ یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx