
د پيسو نړیوال صندوق کابل حکومت ته ۳۷۰ میلیونه ډالر پور منظور کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د پیسو نړیوال صندوق «IMF» وایي، د کابل حکومت د غوښتنې په اساس يې ۳۷۰ میلیونه ډالر پور د افغانستان په نامه منظور کړی.
د پیسو د نړیوال صندوق د چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې د کرونا نړیوالي وبا له امله د افغانستان اقتصاد ځپل شوی، چې د بیرته رغېدو او غښتلتیا په موخه ۳۷۰ میلیونه ډالر د پيسو د نړیوال صندوق له لوري ورته منظور شوي، تر څو په هیواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي او له کرونا سره مبارزه لا غښتلې شي.
د پیسو د نړیوال صندوق مرستیال «میتروشو فراساوا» وایي، چې دغه مرسته به د امنیتي ستونزو او کرونا له امله راپېښ شوي خطرونه او ستونزې یوه لوري ته کړي، ټولنیزه پراختیا به راولي او د مالي ستونزو په حل کې به مرسته وکړي.
د پیسو د نړیوال صندوق مرسته چې د ۴۲ میاشتو لپاره کابل حکومت ته ورکول کېږي، افغانانو یې لا له وړاندې په تړاو توند غبرګون ښودلی وو او له حکومتي ادارو يې غوښتي وو چې «پور ملت ته په میراث پرېنږدي.»
افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې اندېښنه ښودلې وه، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه اخیستل شوي پیسې به د کرونا د بودیجې په څېر شخصي جیبونو ته ولاړې شي.
بل لور ته دغه پور داسې مهال اخیستل کېږي، چې له کرونا سره د مبارزې په بودیجه کې د پراخ فساد راپورونه لا هم په رسنیو چورلي؛ خو د حکومت له لوري لا هم څېړل شوي نه دي.
دانو یو زشت او تر ټولو بد عمل دی چی باوجود د میلیاردو ډالرو کمکونو حکومت بیا هم قرض اخلی. دا بیوزله ملت او قرض. مهمه دا چی دا د قرض پیسی به بیا چرته ځی آیا دوچند د دی پیسی پری وګټل کیږی، کومه فابریکه او یا کومه معیاری شفاخانه به پری جوړه شی فکر نکوم.
هو، نړیوال صندوق د نظم نوین جهانی نړیوال مالی وزارت دی چه په مټ یی په هر هغه هیواد چه د نظم نوین چهانی قومانده نه منی مالی بندیزونه لګوی او په دی واسطه یی کمزوری کوی له کمزوری کولو وروسته د هغه هیواد په ضد ناوړه تبلیغات پیلوی او له هغه وروسته خپلو پټو او شکاره غلامانو ته ورانیو او تخریبکاریو دستور ورکی او بلاخره د هغه حکومت او ولس تر منځ بی باوری او ګډوډی رامنځته کوی او له هغه وروسته د خپلو غلامانو په واسطه کودتا کوی او له کودتا وروسته قلابی درغلنی ټاکنو به زور خپل… نور لوستل »