افغانستان

کندهار کې د ماین چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل):  د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د ماین چاودنې اووه تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار د والي ویاند «بهیر احمدي» وایي، چاودنه نن د شبنې په ورځ له غرمې وروسته د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «تابین» نومي کلي کې د ولسي وګړو پر لېږدوونکي «زرنج» باندې داسې مهال شوې چې هغوی غوښتل د خپل کښت په لوري ولاړ شي.

د نوموړي په خبره، په چاودنه کې اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له منځه یې دوه تنه ټپیان او پنځه نور وژل شوي.

احمدي که څه هم د پېښې پړه پر طالبانو اچوي؛ خو طالبانو لا هم د چاودنې په تړاو څه نه دي ویلي.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو لوی درستیز ادعا وکړه ارغنداب ولسوالۍ یې د طالبانو له کنټرول څخه ایستلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خلک اکثرآ فکر کوی چی ماینونه پر لارو او سړکونو کی د طالبانو کار دی. وایی: اوبو وړلی هری خواته لاس او پښی اچوی. ممکن حکومت د طالبانو د نوم د بدنام کولو لپاره د ملکیانو په وژنه کی لاس ولری ځکه چی نن سبا ګورو چی د حکومت پښی هم سستی شوی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x