افغانستان

بلخ کې د عطانور نږدې ملګری او د اربکیانو قومندان نظرګل د سختو ټپونو له امله مړ شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د اربکیانو(محلي پولیسو) مشهور قومندان نظرګل چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو په یو برید کې ټپي شوی ؤ، د سختو ټپونو له امله د بلخ په یو روغتون کې مړ شوی دی.

قومندان نظرګل چې د شولګرې ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان او د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور نږدې ملګرو څخه ؤ، وړمه ورځ (پنجشنبه، ۱۵ لړم) یې په قرارګاه د طالبانو لخوا دوه غبرګې چاودنې ترسره شوې وې.

په دغو چاودنو کې د قومندان نظرګل د دوه زامنو په ګډون ۶ تنه اربکیان مړه او نوموړی قومندان له ۱۶ نورو اربکیانو سره یوځای ټپي شوی ؤ.

له دوه ورځو درملنې وروسته نن د شنبې په ورځ(۱۷ لړم) د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطاء محمد نور پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې قومندان نظرګل د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه پرې کړې ده.

عطانور د پخوا په څېر یوځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د قومندان نظرګل غچ به د نوموړي زوی ظاهر له طالبانو څخه واخلي.

طالبانو تراوسه د عطاء نور وروستیو اخطارونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ټولنیزو رسنیو فعالانو بیا د عطاء نور اخطارونه په مسخره نیولي او نوموړی یې د سولې ضد څرګندونو باندې تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

بیا لکسئ چا غورئ غورئ وادی ورکرئ دا بغییرته بئ ننگه ته، دا تول د زمرئ په پوش کی گیدران دی هیس بدم نه سی کولای کله به هم خپل مقصد ته ونه رسیژئ، انشاالله

الحاج استاذ بیانزی

عطا [ لا نور ] اخطارونه د یوی فاحشی اخطارونه دی چه د لونډانو په لرلو او کارولو خلکو ته اخطارونه ورکوی امریکایی اشغلګرو [ لونډانو ] د کابل فاحشو ( غلام چارواکو ) څخه د د میکپو د باره د ډالرو ورکولو په بیه کی د غلامی رسمی تړون کی قضایی مصونیت هم تر لاسه کړو یعنی که د دوی په کورنیو کی چه څارنه او ساتنه لری تر غلامانو به اشغالګر عسکر د اولیت یا هر څه کولو حق لری محکمه خو بریږده چه دوی به یی له محاکمه کولو مصونیت لری که خپله لوړپوړی غلامان خپلو کورنیو… نور لوستل »

طوطی

په اربکیانو می بیا زړه نسوځی خوهغوی هم د دی وطن خلک دی. عسکر بیچاره ګان په والله ډیری یی مسلمانان دی کلمه وایی لمونځ کوی مرګ یی روا ندی. کار نشته، د یو څو روپیو په خاطر څه وکړی. کاش چی طالبان داسی یو اعلان وکړی چی مونږه عسکر ته د میاشتی ۷۰۰۰ افغانی ورکوه نوره د عسکری نکوی بیا وګوری ټول به کور ناست وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x