نړۍ

ستر بدلون: امريکا د شرقي ترکستان اسلامي ډله د ترهګرۍ له ليسته لرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ويلي، چين کې يې د شرقي ترکستان د مسلمانانو ډله د ترهګرۍ له تور ليسته لرې کړې ده او تر دې وروسته به په تور ليست کې نه وي.

د امريکا په سياست کې دا ستر بدلون دی، چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د شرقي ترکستان اسلامي ډله د ترهګرۍ له تور ليسته وباسي.

دا ډله د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې په ۲۰۰۴ کال کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې وه.

مايک پومپيو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، تر دې وروسته د چين شرقي ترکستان ډله دوی په «ترهګرو ډلو» کې نه شمېري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، له تېرو لسو کلونو راهيسې يې داسې دلیل نه دی موندلی، چې دا ډله دې منظم شتون ولري.

اعلاميه زياتوي، چې په ۲۰۰۴ کال کې د پخواني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پر مهال شرقي ترکستان ډله «د ترکستان اسلامي حزب» ځکه تور ليست کې داخله شوې وه، چې دغې ډلې د چين پر ضد وسله‌وال فعاليتونه کول او چين له ولسمشر بوش سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته کوله.

د ايغوري مسلمانانو پر خلاف د چين حکومت ظلمونه

د چين حکومت د شرقي ترکستان ايغور ولايت کې له يوه ميليون زيات ترکي ژبي ايغوري مسلمانان بنديان کړي او د هغوی د دين، کلتور او ژبې د بدلون لپاره يې ډول ډول هڅې پيل کړي دي.

چين وايي، په دغه سيمه کې د شرقي ترکستان ډله وسله‌وال فعاليتونه کوي، خو تر اوسه يې د خپلې ادعا د اثبات لپاره نړيوالو ته کوم سند نه دی وړاندې کړی.

بل پلو چين د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه پرېکړه غندلې، چې د شرقي ترکستان ډله يې د ترهګرۍ له تور ليسته لرې کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دا پرېکړه د ترهګرۍ په اړه د امريکا د دوه مخې پاليسي ښکارندويي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لیوانوکی د کوم لیوه بچی ښه دی ] چین تر روس او روس تر امریکا زیات لیوان او د نړی تر ټولو حریص او لیوه صفته بشریت دی د انسان نوم ورته اخستل ګناه ده ، انسان له انسه مشتق شوی یو دبله او د نورو سره مینی او لاس اړونی ته وایی او دوی برخلاف د غرو د لیوانو او پړانګانو به شان زمونږ د وینو او غوښو خوړولو سره مینه لری او بس اصل موضع : لمړی: په پورته موضغ کی د تور لست یادونه شوی دجالی تور لست کی چه د چا نومونه دی هغه د دجال… نور لوستل »

طوطی

دا هغه پلان دی چی باید څو کاله ورسته امریکان ور څخه سیاسی ګټه پورته کړی ګرچه اوس د دی اسلامی ډلی منظم شتون نشته. لکه چی داعش افغانستان وجود نلری خو ډیری کارونه د داعش په نوم تمامیږی. د داعش نوم به تر ډیره افغانستان کی سیاسی ملحوظاتو په خاطر پاتی وی او استفاده ور څخه کیږی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x