ټولنیزه برخه

د غور کوونکو لپاره د نظامونو بيلګې

عبدالرقيب رقيب

مچ او مچۍ دواړه د يو صنف مخلوق دي، دواړه حشرات دي.

خو مچ ازاده زندګي کوي، فردي ازادي لري، هرڅه چې يې خوښ شو هماغه خوري او چيرته چې يې خوښه وه همالته ګرزيږي, هرمچ خپله رايه خپله خوښه لري, څو چې د بل ازادي يې سلب کړې نه وي يو مچ د بل په کار کار نه لري… همدغه يې نظام او روزمره زندګي ده.

اما مچۍ په هرځای د ګرزيدلو اجازه نه لري او نه د هرڅه خوړلو اختيار لري، فردي ازادي ورته نشته، په خوراک يې قيدونه وضع شوي، د ګرزيدلو هدف يې مشخص شوی دی، که مخالفت يې وکړ نو سخته سزا ويني…
تګ او راتګ يې د مليکې تر نظارت لاندي ترسره کېږي، د اوسيدلو کور يې مشخص وي, بې حدودو اختلاط پکې جرم دی.

مچۍ ته اسماني قانون ورکړل شوی دی، د هماغه قانون له مخي خپل نظام چلوي, مشخص پاچا لري, لښکر او کارګر لري کار اهل کار ته سپارل شوی دی، هرڅوک د خپل مسلک مطابق خپل کار په ډير درنښت او وقار ترسره کوي، نارې غلبلې, چغار او بغار پکې نشته…

الله ﷻ د مچۍ په اړه فرمايي:
(وَأَوۡحَىٰ رَبُّكَ إِلَى ٱلنَّحۡلِ أَنِ ٱتَّخِذِی مِنَ ٱلۡجِبَالِ بُیُوتࣰا وَمِنَ ٱلشَّجَرِ وَمِمَّا یَعۡرِشُونَ ۝  ثُمَّ كُلِی مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَ ٰ⁠تِ فَٱسۡلُكِی سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلࣰاۚ…  ) [سورة النحل 68 – 69]

او ستا رب د شاتو مچۍ ته دا وحيي وکړه چي په غرونو، ونو او پر څپرو خيژول شويو نوتو کي خپلي ځالي جوړي کړه؛
بيا له هر ډول مېوو خوره بیا دې د پالونکي پر هغو لارو ځه چې درته اسانه کړي یې دي.

همدا سبب دی چې مچۍ قدرمنه ده، کار روزګار يې عزتمن دی, نظام يې مثالي دی, د مچيو وطن ته خلک د استفادې لپاره ځي, مچۍ لوړ قيمت لري…

خو مچ, چې اسماني تعليمات نه لري نو ککړ, خيرن او بدبويه خوراکونه کوي, په ککړ چاپيريال کې اوسي، له مرضونو او انسان ځورونو پرته بل څه نه خپروي، ټولنه يې پاشلې وي ترمنځ يې هيڅ راز تړاو او پالنه نه وي، هرمچ خپله چاره خپله کوي، هيڅوک مرستندوی او همکار نه لري..

مچۍ عسل ورکوي
“يَخْرُجُ مِنۢ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ فِيهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ۗ  إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَأَيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٦٩﴾ النَّحْل-١٦

ددغه مچۍ له خيټي څخه په بېلابيلو رنګونو يو شربت را وځي، په هغه کښي د خلكو لپاره شفا ده. په يقيني ډول په دې کښي هم د هغو خلكو لپاره يوه نښانه ده چي غور او فكر كوي.

برعکس مچ يواځي تښتول او غصبونې کوي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥٓ ۚ  إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَن يَخْلُقُوا۟ ذُبَابًا وَلَوِ ٱجْتَمَعُوا۟ لَهُۥ ۖ  وَإِن يَسْلُبْهُمُ ٱلذُّبَابُ شَيْـًٔا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ۚ  ضَعُفَ ٱلطَّالِبُ وَٱلْمَطْلُوبُ ﴿٧٣﴾ الحَج-٢٢

ای خلكو! يو مثال راوړل کیږي، په غور سره یې واورئ: تاسي چي كوم معبودان له خدايه پرته بلئ؛ كه هغوى ټول په لاس يو كولو د يو مچ پيدا كول وغواړي، نو نه یې شي پيدا کولای. بلكى كه مچ له هغو څخه كوم شى وتښتوي، نو هغه هم نشي ورڅخه راخلاصولای. هم مرسته غوښتونكي كمزوري او هم هغه هستۍ كمزوري دي، چي مرسته ورڅخه غوښتله کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx