نړۍ

په تیرو ۲۴ ساعتونوکي داسرائیلو په هوایی بریدکي ۵ فلسطنیان شهیدان او۲۵ژوبل شوی دي

injures_plastanian(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۵) فلسطین: دغزي له تړانګي څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دي چي سهاروختي اسرائیلي جیټ الوتکو یوځل بیا سیمه تربرید لاندی راوسته چی له کبله یی یوفلسطینی ځوان شهید شوی او پنځه نورژوبل شوی دی، په داسي حال کي چي څو ورځي مخکی دمصرهیواد په مینځګړیتوب سره دفلسطین وسلوالی ډلي اواسرائیل یولنډ مهاله اوربند باندي موافقي ته رسیدلي وو، خوله تیري ورځي راپدي خوا اسرائیلو یوځل بیا دغزي مسلمانان ترهوایی برید لاندي راواستلي.

اسرائیلی عسکروایی چي له اوربند څخه سمدستي وروسته فلسطیني وسلوالو ډلو پراسرائیلو باندي دتوغندیو بریدونه کړي، اوزمونږ له لوری پرغزه باندي برید دتوغندیو دبرید په بدل کي ترسره شوی دي.

فلسطینی چارواکي وایی دهغي پریکړي له ماتیدو څخه وروسته چي تیره سشنبه دمصرهیواد په منځګړتوب سره دفلسطین دوسلوالو ډلو اواسرائیول ترمنځ رامنځ ته شوی وه له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسي داسرائیلي جنګي الوتکو دبمباریو  له کبله تراوسه پوري ۵ فلسطنیان شهیدان شوی او له ۳۰ څخه زیات ژوبل شوی دي.

له غزی تړانګي څخه دبی بی سی خبریال خبرورکوي چي نن سهاروختی اسرائیلي جنګي الوتکو دغزي په شمال کي دحرکت الجهاد الاسلامي دتمریناتومرکزپه نښه کړچي له کبله یی یوفلسطیني ځوان وژل شوی اوله ۲۰ څخه زیات نورکسان ژوبل شوی دي.

عیني شاهدان وایی دحرکت الجهاد الاسلامي دغه مرکزدملکي خلګو په یوه ډیره ګڼه سیمه کي واقع وو، چي سهاروختي اسرائیلو الوتکو یوپه بل پسي څو توغندي اورباندی وتغول چي له کبله دحرکت الجهاد دتمریناتو مرکز،چي یوه دري پوړیزه وداني وه په مکمله توګه له منځه تللی ده، همدارنګه عیني شاهدان وایی چي اسرائیلي الوتکو دپنچ شنبي اوچارشنبي په شپه باندي په رفحه دحی السلام په کلي کي یو تونل هم تربرید لاندی راوستی، دسیمي خلګ وایی دبرید له کبله یو کس وژل شوی او اوه نور ژوبل شوی دي.

اوهمدارنګه ویل کیږي چي له تیرو دوو ورځو راپدي خوا فلسطیني وسلوالو ډلو هم داسرائیلو پرځیني سیمو باندی لکه عسقلان، فیکیم اوبئر سبع چي داسرائیلو به جنوب کی واقع ده توغندي تغولي دي، او ددغو ټولو بریدونو پړه دفلسطین دحماس ډلي یوه وسلوال ګروپ کتائب عزالدین القسام په غاړه اخیستی ده، دکتائب عزالدین القسام دوسلوال ګروپ مسولین وایی چي تیره ورځ کله چي اسرائیلي ځواکونه دغزي تړانګي شمال لورته دپرمختګ په حالت کي وو اورباندي دهاوان ډزي کړی دي، خو داسرئیلو له لوري دمرګ ژوبلي په اړه کوم خبرنه ده ورکول شوی.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x