نړۍ

اسلامي دولت د المالکي يو جنرال وژلی

نن ټکی اسيا: د عراق لومړي وزير يو لوړپوړی او وفادار جنرال د اسلامي دولت د ځواکونو په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د نوري المالکي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شپږمې پوځي فرقې قومندان ستر جنرال نجم عبدالله علي د پلازمينې بغداد څخه د دفاع په جګړه کې د اسلامي دولت د ځواکونو لخوا و وژل شو.

اې ايف پي خبري اژانس وايي، چې نوموړی جنرال د پلازمنې بغداد لويديځ ابو غريب سيمه کې وژل شوی دی.

د يو بل خبر له مخې د پلازمېنې بغداد شمال لور ته کاظميه کې د پوليسو پر امنيتي پوستې سرتيري بريد کې اووه تنه وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي.
ويل کيږي، چې کاظميه شيعه مېشته سيمه ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۴م کال جنوري مياشتې له پيله د عراق او شام اسلامي دولت د ځايي سني قبايلو په ملتيا د عراق موصل او الانبار ستر ولايتونه ونيول او د عراق پوځ دټولو کوښښونو سربېره د نوموړو ښارونو په بېرته نه دي توانيدلي.

دموصل او الانبار له نيولو وروسته د اسلامي دولت ځواکونو د بغداد پر لور چټک حرکت پیل کړی او تر اوسه يې عراقي پوځيانو سره څو ځل سختې خونړۍ نښتې کړي دي.

د اسلامي دولت ځواکونو د موصل او الانبار تر څنګ صلاح الدين، عباسيه، د صدام پلرنی تکريت ټاټوبی نينوي او ګڼې نورې سيمې نيولي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x