افغانستان

طالبانو زابل کې په سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کې طالبانو په سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه مرستې د طالبانو د «مؤسساتو او شرکتونو د کنترول او تنظم کمیسیون سیمه ییز مسئول په هڅو د خوراک نړیوال پروګرام په همکارۍ د اتغر ولسوالۍ په ۶۸۴ اړمنو او بې وسه کورنیو ویشل شوې دي.

په خبر کې ویل شوي چې په مرسته شوو خوارکي توکو کې اوړه، غوړي او داسې نور توکي شامل دي: «په یادو مرستو کې هري کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه ، ۱۰ لېتره غوړي ، ۱۷کیلو دال ، ۲ کیلو مالګه ، یوکارتن بسکټ او۸۰ پوړۍ نور د ماشومانو لپاره خوراکي توکي ورکړل شول.»

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د یو شمېر ملي او بین المللي خیریه مؤسسو په همکارۍ د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې زرګونو بې وسه او اړمنو کورنیو ته خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي ویشلي، چې له امله یې خلکو خوښي ښکاره کړې او ددغو مرستو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام د وروستي راپور له مخې دامهال افغانستان کې شاوخوا ۱۳ ملیونه وګړي خوراکي مصئونیت نه لري او داسې اټکل کیږي چې راتلونکی یخ ژمی به د ډیرو کورونیو لپاره کړاوونه له ځان سره ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x