افغانستان

کابل ښار کې ددفاع وزارت د پېژند یو افسر ترور شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار په یوویشتمه امنیتي حوزه کې د دفاع وزارت د پيژنتون یو افسر په ډزو وژلی او تښتېدلي دي.

دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار یوویشتمې امنیتي حوزې اړوند صافي کوټ په ګاز نو فامیلیو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پېښې عیني شاهدان وايي، په موټرسایکل سپرو دوو تنو وسله والو نن سهار د دفاع وزارت پېژندوال سریاور جګړن حنیف الله صافی د هغه کور ته څېرمه په داسې مهال په نښه کړ، کله چې نوموړی ته روان ؤ.

د شاهدانو په خبره وسله والو جګړن صافی لس مرمۍ ویشتلی، چې له امله یې نوموړی ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

دفاع وزارت تراوسه ددې پېښې په هکله غبرګون ښودلی نه دی او نه یې هم په دې تړاو نور تفصیلات ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx