نظــر

نړيوالتوب (العولمة/Globalization)«دوهمه برخه»

م. نورالله عزام

اقتصادي نړيوالتوب:
د اقتصادي نړيوالتوب واګي د امريکا د متحده ايالاتو په لاس کې دي چې ډېره مالي پانګه يې د يهودانو په ولکه کې ده، يهودانو له پخوا څخه هلي ځلې کولې چې د نړۍ پر سرو زرو ولکه ترلاسه کړي او دا هېله يې هغه مهال پوره شوه چې کله په نړيوالو بازارونو کې راکړه ورکړه د سرو زرو پرځای په کاغذې نوټونو بدله شوه، امريکا له موکې څخه په استفاده د يهودانو په مرسته د نړۍ ډېر سر زر په ګرانه بيه واخيستل او بيا يې زېرمه کړل. په لومړنۍ نړيواله جګړه کې د اروپا اقتصاد تباه شو او هلته د يو شمېر هېوادونو له لاسه سره زر ووتل او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له امريکايانو سره دومره سره زر زخيره شول چې د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو تر زرو زيات ول.

په(۱۹۴۴م) کال کې له دويمې نړيوالي جګړې وروسته امريکايي شتمنو د امريکا په بريټن ووډز (Bretton Woods) ښار کې غونډه وکړه او هلته يې د پيسو د تبادلې لپاره يو نوی داسې نظام جوړ کړ چې د هر هېواد مرکزي بانک کولی شي امريکا ته ډالر ورکړي او په بدل کې يې ورڅخه سره زر واخلي، په همدې توګه د امريکا د شتمنو يهودانو سر زر د نړۍ د پيسو لپار معيار وګرځېد او د ټولې نړۍ پيسې له امريکايي ډالر سره وتړل شوې، که څۀ هم په عملي توګه داسې نه کېدل چې امريکا د ډالر په بدل کې سر زر ورکړي خو د ټولې نړۍ باور و چې د غوښتني پر وخت سره زر ور کول کيږي، په (۱۹۷۱م)کال کې چې امريکايانو د ډالر په بدل کې له سروزرو ورکولو څخه په ښکاره انکار وکړ نو تر هغه وروسته په (برټن ووډز) کې جوړ شوی د پيسو د تبادلې نظام له منځه ولاړ، او دا خبره هم ورسره په ډاګه شوه چې د سرو زرو زياتره زېرمي د يهودانو لاس ته ورغلې، هغه مهال د زياتره هېوادونو پيسې له امريکايي ډالر سره تړلې وي خو له پورتنۍ نېټې څخه وروسته په نورو هېوادونو کې خپله کرنسې عامه شوه او په نړيوال بازار کې د ډالر پرځای نورې پيسې هم دود شوي خو د نړۍ زيات سره زر د امريکا شتمنو يهودانو زېرمه کړل( ).

دغه راز امريکا او متحدينو يې د برټن ووډز په غونډه کې د نړۍ د اقتصاد اداره کولو او د نېستمنو او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو د اقتصاد له منځه وړلو لپاره څلور نړيوالي مالي ادارې تنظيم کړې او داسې قوانين يې ورته وضع کړل چې د نړۍ ټول هېوادونه پکې راګډ کړي ترڅو له دغو ادارو څخه د يوې وسيلې په توګه کار واخلي، دوی زياتره اسلامي هېوادونه دېته مجبوره کړل چې خپل اقتصادي نظامونه د نړۍ له اقتصادي نظام سره عيار کړي او داسې تړونونه ورسره کوي چې اسلامي هېوادونه تر پور لاندې وساتي او د نړۍ ډېره شتمني په خپله ولکه کې راولي( ).

د دغو څلور ډوله ادارو لنډه پېژندنه دلته را اخلو:
1.د پيسو نړيوال صندوق چې د نړۍ د نقدي پيسو نظام اداره کوي.

2.نړيوال بانک چې د نړۍ د اقتصادي او صنعتي پرمختګ چاري تنظيموي.

3.سوداګريز تنظيم چې په (۱۹۹۵ م) کال کې په نړيوال تجارتي تنظيم بدل شو او د دولتونو ترمنځ د نړيوالو تجارتي قوانينو څارنه کوي.

4.ګڼ ملتيزه کمپينۍ چې په ټوله نړۍ کې په ازاده توګه د صنعتونو توليدکوي( ).

لومړی: د پيسو نړيوال صندوق International Monetary Fund (IMF)

دا اداره د (۱۹۴۴م) کال د جولای په (۲۲) نېټه د امريکا د نيوهامشير ايالت په برټن وډز (Bretten Woods) ښار کې په يوه غونډه کې جوړه شوه چې عملي کار يې په (۱۹۴۷م) کال کې پيل کړ، دا د ټولې نړۍ مرکزي بانک شمېرل کيږي او هدف يې په نړۍ کې د نقدي پيسو نظام اداره کول دي او اړمندو هېوادونو ته له درې کلونو څخه تر پنځوکلونو پورې قرض پيسې ورکوي، دا اداره شاوخوا (۱۸۴) غړي هېوادونه لري او هغو هېوادونو ته پور ورکوي چې د امريکا ګټو ته خطر نه جوړوي، په دې اداره کې د هر غړي هېواد يوه ونډه وي او هغۀ ته د همدې ونډې په تناسب پور ورکول کيږي، مثلا نړيوال تجارت لس مليارده ډالر دی چې په هغه کې د يو هېواد ونډه يو مليارد ډالر ده؛ نو د دې هېواد برخه لس فيصده ده، دا هېواد کولی شي د اړتيا پر وخت د نړيوال بانک له بوديجې څخه له خپلې فيصدي سره سم يو مليارد ډالر پور واخلي؛ له دې امله چې امريکا او يهودان په نړيوال تجارت کې ډېره ونډه لري هغوی کولی شي له دې ادارې څخه هر وخت ډېر پور واخلي ( ).

د دې ادارې پاليسې هم د رايو پر بنسټ جوړيږي خو رايه ورکول هم د هر هېواد له فيصدي سره سم ورکول کيږي، يو هېواد چې په بوديجه کې څومره زياته فيصدي ولري همدومره د زياتو رايو حق لري، مثلا په نړيوال صندوق کې يو هېواد شل فيصده ونډه لري هغه د شل فيصده رايو ورکولو حق لري، د دې ډېره ګټه امريکا او نورو نړيوالو قوتونو ته رسيږي ځکه چې هغوی په نړيوال صندوق کې ډېره ونډه لري( ).

دويم: نړيوال بانک (World Bank):
د نړيوال بانک بنسټ هم د برټن ووډز په غونډه کې اېښودل شوی او عملي کار يې په (۱۹۴۶م) کال کې پيل کړ، دا بانک په نړۍ کې د بيا رغوني او صنعتي پرمختګ چاري اداره کوي، د دې ادارې عمده سهام داران امريکا، انګلستان، فرانسه، المان، جاپان او هندوستان دي، په دې معنی چې کله پرېکړه کيږي د دې سهام دارانو نظرونه به پکې ډېر منعکس کيږي، د دې ادارې بنسټيزه موخه د پور ورکول دي چې خپلو غړو هېوادونو ته له پنځلس کلونو څخه تر دېرش کلونو پورې قرض پيسې ورکوي، دا اداره هم د رايو پر بنسټ خپل پلانونه پرمخ بيايي او دلته هم رايي د ونډو پر تناسب ورکول کيږي، څومره چې د يو هېواد ونډه زياته وي هغومره د زياتو رايو حق ورکول کيږي، په دې اداره کې هم هغو هېوادونو ته ډېره ګټه رسيږي چې ډېره پانګه ولري لکه امريکا او يهود.

دريم: نړيواله تجارتي اتحاديه (WTO) (World Tread Organization):

د دې ادارې جوړښت د مراکش په پلازمېنه رباط کې د (۱۹۹۵م) کال د اپريل په مياشت کې رامنځ شو او هدف يې د نړيوال بانک په مرسته د نړيوال تجارت لپاره قانوني کاري اداره تشکيلول او د نړيوالو ترمنځ د قوانينو څارنه کول دي، او مر کز يې په ژينيوا کې دی، په ظاهره د دې ادارې دوه اساسي موخي بيانيږي: لومړی د نړيوال تجارت لپاره ازاده فضا او باثباته چاپيريال چمتوکول او دويم په نړيواله سطحه له هر ډول بنديزونو څخه پاک تجارت ته پرمختګ ورکول( ).
دا اداره په حقيقت کې د نړيوال تجارت لپاره د يو منظم کاري پلان جوړولو دنده پرمخ بيايي او په کاري لائحه کې يې داسې اصول ټاکل شوي چې يو هېواد څۀ ډول کولی شي په سېميزه توګه صادرات وکړي؟ پر خارجي مصنوعاتو څومره ماليه وضعه کړي؟ کومو هېوادونو ته او څۀ ډول خپل صادرات ورسوي؟ د دې ادارې په کاري پلان کې دا هم شته چې نېستمن هېوادونه نشې کولی د لوېديځ سترو هېوادونو ته خپل صادرات ولېږدوي.

څلورم: ګڼ ملتيزه کمپنۍ (Multinationale Companies):

د دې اتحاديې بنسټ هم په برټن ووډز کې اېښودل شوی چې بيا وروسته يې ساحه نوره هم پراخه شوه، نړيوالو قوتونو غوښتل چې د اقتصادي نړيوالتوب ساحه نوره هم پراخه کړې، دې موخې ته د رسېدو لپاره په نړۍ کې يو شمېر کمپنۍ سره يوځای شوې او د نړۍ ټول تجارت يې اشغال کړ او د همدې لارې يې د هېوادونو اقتصاد په لاس کې واخيست چې د دوی اتحاديې ته ګڼ ملتيزه کمپنۍ وايي. دې اتحاديې په نړۍ کې د سيميز تجارت اغېز ډېرکم کړ، په نن وخت کې ګڼ ملتيزه کمپنۍ د اسلامي نړۍ د اقتصادي پرمختګ په وړاندې ستر خنډ دی.

د ګڼ ملتيزه کمپنيو د ترويج او پر مختګ لپاره څو اساسي کارونه شوي دي:

1.په عمومي توګه په نړۍ کې يو څو کوچنۍ کمپنۍ سره يو ځای شوي او يوه ستره کمپنۍ ورڅخه جوړه شوې ده، چې د دې کمپنيو مالکان په نړۍ کې د خپلو مصنوعاتو لپاره پراخه تجارتونه کوي او وخت نا وخته ځيني سترې کمپنۍ سره يو ځای شي او بيا خپل مصنوعات د نړۍ هر ګوټ ته رسوي.

2.کله کله دوه يا تر دوو زياتي کمپنۍ د ځينو ځانګړو مصنوعاتو په خاطر سره يو شي او هغه صادرات نړيوال بازار ته وړاندې کړي، لکه د مايکروسافټ کمپنۍ چې د يوې پروژې لپاره يې له (۱۵) مخابراتي شرکتونو سره په ګډه کار وکړ.

3. ځيني ګڼ ملتيزه کمپنۍ د يوې مشهورې کمپنۍ د صادراتو حقوق واخلي او بيا د هغو له لارې په نړيواله سطحه خپل صادرات مشهور کړي.

4.کله نا کله يوه وړه کمپنۍ په نړيوال بازار کې د سوداګرۍ توان نه لري نو بيا له لويې کمپنۍ سره يو ځای شي او په ګډه تجارت پر مخ بوزي چې په دې سره کوچنۍ کمپنۍ محفوظه شي او لويه کمپنۍ نور پرمختګ هم وکړي.

ګڼ ملتيزه کمپنۍ په نړيواله سطحه د اغېز ترلاسه کولو په موخه په رسنيو کې پراخه نشرات کوي، د نړۍ ستر رسنيز وسائل د امريکا د يهودو په لاس کې دي، دغه خلک د ګڼ ملتيزه کمپنيو د صادراتو لپاره په پراخه کچه په ښه بڼه او ښۀ کيفيت نشرات کوي، د ټولې نړۍ خلک تشويقوي چې د خارجې کمپنيو صادرات واخلي او کوښښ کوي چې خلک تجارتي توکي د شخصي تجارانو پر ځای مخامخ له لويې کمپنۍ څخه ترلاسه کړي. د ګڼ ملتيزه کمپنيو يوه بله حربه داده چې هغوی زياتره وخت د يو هېواد څخه خام مواد په ارزانه بيه ترلاسه کوي، دغه مواد په خپلو کارخانو کې جوړ کړي او بيا يې پر همدې هېواد په ګرانه بيه خرڅوي، مثلا د عربي نړۍ د تيلو را ايستلو او پاکولو ټولي کمپنۍ بهرنۍ دي، کله چې دوی د خپلو خدماتو معاوضه اخلي نو عربي نړۍ ته کمه ګټه رسيږي او بيا د دې تېلو پر را ايستلو باندې لويديځ هېوادونه له عربي هېوادونو څخه ماليه هم اخلي نو خلاصه دا شوه چې د اسلامي او ختيځ هېوادونو له زياتره خدای ورکړو زېرمو څخه د سترو کمپنيو له لارې غربيان ګټه اخلي ( ).

نړيوال اقتصاد د ګڼ ملتيزه کمپنيو په ولکه کې:
د يو څو ځواکمنو هېوادونو (500) ګڼ ملتيزه کمپنۍ د نړۍ پر %84 اقتصاد باند واکمني دي، د امريکا%80 تجارت همدا ګڼ ملتيزه کمپنۍ پرمخ بيايي، امريکا، اروپا او جاپان د نړۍ پر%85 صادراتو باندې واکمن دي، په همدې توګه د دغو څو هېوادونو وګړي د نړۍ%85 شتمني په لاس کې لري او د نړۍ تر ټولو لويو وچو آسيا او افريقا کې غريب هېوادونه يوازې له %15 شتمني څخه ګټه اخلي، دغه راز د نړۍ پر%40 تجارت باندې يوازې د امريکا، جاپان، فرانس، جرمني او برتانيې د (350) کمپنيو سلطه ده، په نړيواله سطحه د موبايلونو او اړيکو ساتلو نورو ګڼو وسائلو د سوداګرۍ %86، د دغو هېوادونو د (10) سترو کمپنيو په لاس کې ده، د همدې پنځو هېوادونو کمپنۍ د نړۍ پر %85 وسله او د کمپيوټري وسائلو پر %70 تجارت غلبه لري، د نړۍ د %60 درملو توليد د دوی په لاس کې دی او %34 تجارتي تخمونه دوی نړۍ ته صادروي( ).

د ګڼ ملتيزه کمپنيو ټوله پانګوونه يوازې پر څلور ډوله اساسي تجارتي وسائلو باندې راګرځي: تيل، موټرونه، پرمختللې ټيکنالوجي او بانکونه، چې دغه زياتره توکي د همدې پرمختللي هېوادونو په لاس کې دي، يوازې د تيلو د (شل کمپنۍ) کلني عوائد د ترکيې، ايران او وينزيويلا له بوديجې سره برابر دي او د امريکا د (Goodyear) کمپنۍ کلنی تجارت د سعوي عربستان په څېر شتمن هېواد له بوديجې څخه هم زيات دی( ).
له دې پرته ځيني نوري پټي مالي ادارې هم شته چې امريکا او اروپا د هغو له لارې خپل تجارتي پلانونه پرمخ بيايي، لکه (بلډر برج) دا په نړۍ کې ډېره قوي او پټه مالي اداره ده، دغه راز (راکفلر فاونډيشن) د امريکا يو پټ تجارتي تنظيم دی چې نوري فرعي څانګې هم لري او په پټه توګه د نړيوالتوب لپاره کار کوي، د دې تنظيم زياتره څانګې په ښکاره له يو بل سره تړاو نه لري خو د پردې تر شا هره څانګه د خپلې موخې لپاره په منظمه توګه کار کوي.

نړيوال تجارتي تړونونه:
امريکايي او يهودي شتمنو په نړۍ کې د شخصي شرکتونو ترمنځ تړونونو ته ډېره وده ورکړه او د همدي تړونونو په مټ يي دآزاد تجارت بنسټ کېښود او داسې اصول يې وضع کړل چې هيڅ دولت نشي کولای د شخصي شرکتونو مخه ونيسي، دا شرکتونه په آزاده توګه په هر هېوادکې خپل تجارتي پلانونه پرمخ بيايي، په دې لړکې يو هم دګاټ (GATT)تړون و، په ازاد تجارت کې د ګاټ تړون تر ټولو مهم تړون شمېرل کيږي، دا تړون په (۱۹۷۴ م) کال کې رامنځ ته شوی د دې تړون ښکاره موخه دا وه چې له دويمې نړيوالي جګړې وروسته نړيوال تجارت له بنديزونو څخه خلاص کړي، په دې تړون کې څلور مهم اصول وضع شوي وو:

1.د دې تړون غړي هېوادونه به د يو بل هېواد صادراتو ته هغه حيثيت ورکوي چې خپلو مصنوعاتو ته يې ورکوي نو څومره ماليه چې پر خپلو مصنوعاتو وضع کوي همدومره به د همدې غړو هېوادونو پر مصنوعاتو وضع کوي.

2. د تړون غړی هېواد د نورو غړو هېوادونو څخه د راتلونکو صادراتو د ټاکلو اختيار نه لري.

3. د تړون غړي هېوادونه به پر خارجي مصنوعاتو ماليه کموي.

4. د تړون غړي هېوادونه به په خپلو صادراتو کې له يو بل سره مالي کومک نه کوي.

د دې تړون موخه دا وه چي د سوداګرۍ نړيوالي سيالۍ به د دولتونو ترمنځ نه وي او نه به د دولتونو او کمپنيو ترمنځ وي بلکي د مختلفو شخصي شرکتونو ترمنځ به وي. په ګاټ تړون کې په لومړي سر کې يوازې(۲۳) هېوادونه وو؛ خو تر(۱۹۹۳م) کال پورې په دې تړون کې(۱۱۷) هېوادونه غړي شامل شول.

نوربيا…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx