نړۍ

بايډن: ټول ولس به په ګډه د امريکا د پرمختګ لپاره کار کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن په خپلې لومړنۍ وينا کې ويلي، چې امريکايي ولس به متحد ساتي او په ګډه به د امريکا د پرمختګ لپاره کار کوي.

امريکايي رسنيو ليکلي، د غیر رسمي پایلو له مخې د جوبايډن له بريا وروسته نوي ټاکل شوي ولسمشر تېره شپه د ډيلاوير ايالت په مرکز لمنګټن کې خپل ټاکنيز مرکز کې ولس ته وينا وکړه.

دغه مهال د هغه مرستيالې کمالا هيریس هم ورسره ملګرې وه.

بايډن په خپلې لومړنۍ وينا کې وويل، چې دی د ټولو امريکايانو ولسمشر دی، که چا رايه ورکړې وي، که نه او په ګډه به يو ځای امريکا داسې ځای ته ورسوي، چې ټوله نړۍ ورته په درنه سترګه وګوري.

نوموړي له خپلو پلويانو غوښتي، چې نور له توندو او ترخو څرګندو تېر شي، د سياسي حرارت درجه کمه شوې او نور بايد د زغم او يو بل د منلو لپاره هڅې وشي.

بايډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په دواړو دورو کې د هغه مرستيال و او له تېرو پنځوسو کالو راهيسې د امريکا په سياست کې فعال دی.

جوبايډن د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰مه له خپلې مرستيالې کمالا هیريس سره يو ځای لوړه کوي او دا لومړی ځل دی، چې د امريکا په تاريخ کې يوه ښځه د ولسمشر مرستياله ټاکل شوې ده. نوموړې اوس له کيليفورنيا ايالت څخه سناتوره ده.

هغې ويلي، مور يې کوم وخت له هند څخه هجرت کاو، دا فکر يې نه و، چې لور به يې يو وخت د امريکا د ولسمشر مرستياله شي، خو په وينا يې زه وروستۍ مرستياله نه يم، بلکې تر دې وروسته به نورې ښځې هم دې منصب ته ورسيږي.

د ټرمپ غبرګون

د پایلو له اعلانه لږ ساعت مخکې ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي و، چې ټاکنې ده ګټلي دي.

د پایلو له اعلان وروسته يې وويل، چې بايډن په درغلۍ سره ځان ګټونکی اعلان کړی او په وينا يې سيالي لا هم نه ده ختمه شوې.

د ټرمپ تاکنيز ټيم هم ويلي، نوماند به يې له واکه لرې نه شي او دوی به په يو شمېر ايالتونو کې د ټاکنو په ورځ د ګډوډۍ او درغلۍ قضيې راپورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx