افغانستان

پکتیکا کې د «ضربتي عسکرو» یو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې د «ضربتي عسکرو» یو قومندان د طالبانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وايي، دا پېښه تیر ماښام د یوسف خیلو ولسوالۍ په «مشخیلو» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ضربتي عسکرو قومندان عثمان همدرد خپل کور ته پر لاره د طالبانو له ناڅاپي برید سره مخ شو.

د پېښې عیني شاهدان او د قومندان عثمان خپلوان وايي، چې په دغه ناڅاپي برید کې قومندان عثمان ځای پرځای وژل شوی او نور چاته زیان نه دی اووښتی.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې قومندان عثمان همدرد مشهور په «نیاز» یې په یو «تکتیکي» برید کې وژلی دی.

ضربتي عسکر چې خلک یې کمپاین هم بولي، د پکتیکا، پکتیکا او خوست ولایتونو هغه ځانګړي ځواکونه دي چې روزنه او پالنه یې د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) لخوا کیږي او لاهم دغه ځواکونه د امریکايي استخباراتو لخوا تجهیز او اداره کیږي، چې تر ډیره په سویل ختیځو ولایتونو کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبلې او بشري جنایاتو تورن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x