ورزش

د راشد خان لوبډله له آی پي ایل بهر شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د هند غوره لیګ سیالیو پرمهال د راشد خان لوبډله سنرایزرز حیدر اباد په نیمه پایلوبه کې له ماتې خوړلو وروسته له سیالیو بهر شوه.

د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په سږني آی پي ایل کې ۵ واره ماتې خوړلې، خو په غوره رن ریټ یې دوهم پړاو ته لار وموندله، په لومړۍ ایلیمنیټر کې يې رایل چیلنجر بنګلور ته ماتې ورکړه خو په کوالیفایر کې يې له دهلي کاپیټلز څخه ماتې ومنله.

د دهلي کاپيټلز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې دهلي کاپیټلز لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلي ۲۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا شیکر دهاون ۷۸ غوره منډې وکړې. راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی یې وسوځاوه.

د هدف په تعقیب کې د سنرایزرز لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې او د ۱۷ منډو په توپير یې ماتې ومنله او له سیالیو بهر شول. ددوی لخوا کین ویلیمسن ۶۷ منډې جوړې کړې.

د دهلي کاپيټلز لوبډلې په لومړي وار د هند غوره لیګ پایلوبې ته لار وموندله.

د هند غوره لیګ په پایلوبه کې به د ممبۍ انډینز او دهلي کاپیټلز لوبډلې مخامخ کیږي چې پایلوبه به د نومبر میاشتې په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

باید وویل شي چې د هند غوره لیګ په روانو سیالیو کې راشد خان تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره وکړه، چې په غوره اوسط سره یې په ۱۶ لوبو کې ۲۰ ویکټې اخیستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx