
د چرګ غوښې دغې څلورو برخو له خوړلو ډډه وکړئ!
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۹ل): یوې ویبپاڼې د چرګ غوښې ځينې برخې خوړلو خطر په ډاګه کړی چې په وینا یې دغه برخې باکتریاوې لري چې له پخېدو او تودوخې وروسته هم له منځه نه ځي.
د چرګ دغه څلور برخې په لاندې ډول دي:
د چرګ وروستۍ برخه یا لکۍ
د چرګ سږي
د چرګ سر
د چرګ پوستکی
د «سوهو» ویبپاڼې د یوه روغتیایي کارپوه په وینا ویلي، که څه هم د چرګ غوښه په ټوله نړۍ کې د عام خوراک په حیث کارول کیږي خو ځينې برخې خوړل یې بدن ته زیان رسولی شي.
یاده ویبپاڼه زیاتوي، ډيرې پارازیټونه او باکتریاوې د چرګ په وروستۍ برخه (لکۍ) کې موندل کیږي، نو ځکه باید د چرګ دغې برخې زیات خوراک ونه شي، دا په روغتیا منفي اغیزه کوي.
د روغتیا کارپوه د چرګ سږي خوړلو خبرداری هم ورکړی، ځکه چې په دې کې ډير کوچني پارازیټ یا طفیلي او باکتریاوې شتون لري، چې حتی له پخېدو وروسته هم له منځه نه ځي، ځکه چې دا باکتریاوې د تودوخې پر وړاندې هم مقاومت کولی شي.
د سوهو ویبپاڼې د چرګ سر خوړلو لپاره هم خبرداری ورکړی چې په دې کې ځينې خطرناک مواد شتون لري، دغه راز د چرګانو پوستکی هم له خطره ډک دی، ځکه چې د غوړ لوړه کچه لري او له پاسه پرې پارازیت او باکتریاوې موجودې وي.
زمونږ لپاره د حلال او حرام معیار اسلام دی د دغو شیانو په اړه حرمت او کراهیت نشته .
عبدالله وروره ستا نظر هم د منلو وړ دی خو خبره دا ده چی ځینی علمی تجربې هم د پام وړ دی او باید ومنل سی ضمناً په پورته لیکنه کی د حلال او حرام او مکروه یادونه نه ده سوې بلکه د چرګ د بدن د ځینو برخو خوړل په علمی لحاظ مناسبی نه دی. د چرک یا کوم بل حلال ګوشت حیوان که ټول بدن د خوړلو وړ وګڼو نو اهلی حیواناتو ( د کور پیشو یا احتمالاً سپی ) بیچاره ګانو ته به څه پاتی سی؟ بله دا چی هر څوک وتوانیدی چی د چرګ پښې ئې… نور لوستل »