افغانستان

لوګر: د اربکیانو عمومي قومندان له مرستیال سره وژل شوی دی

د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالي کې د طالبانو په یوه برید کې په یاده ولسوالي کې د اربکیانو عمومي قومندان له خپل مرستیال سره وژل شوی دی.
د اربکیانو عمومي قومندان یاسین له خپل مرستیال صدري سره یو ځای نن سهار د طالبانو له کمین سره مخ شو.
ویل کېږي چې طالبانو سهار لس بجې د محمدآغې ولسوالي په ده نو سیمه کې پر یاسین او دهغه په ملګرو برید کړی دی. چې په پایله کې د هغه و د مرستیال په ګډون يې درې تنه نور ملګري هم وژل شوي دي.
د لوګر سیمه ایز چارواکي هم مني چې یاسین له خپل مرستیال سره یو ځای وژل شوی دی.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرې پانې کې ویلي دي چې په یاد برید کې يې یو رینجر موټر هم پوره تخریب شوی دی.
بل پلو ته د محمد آغې ولسوالي ته څېرمه یو تن اربکی وژل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي دي، چې دغه اربکی نن مازیګر د دوی د ملګرو له لوري وژل شوی دی.
یاده دې وي په دې وروستیو کې د طالبانو ډېری بریدونه اربکیانو ته متوجه شوي دي، چې د نظامي چارو د شنونکو له قوله د طالبانو په وړاندې د اربکیانو روحیه خورا کمزورې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x